هندي پولیس وایي، د سلمان خان د وژلو پلان یې شنډ کړی دی

د ممبیي پولیسو د پنجشنبې په ورځ ویلي، هغه پلان یې شنډ کړی چې د هند د مشهور فلمي ستوري سلمان خان د وژلو لپاره له پاکستانه پر قاچاق شوې وسلې تر سره کېده.

پولیسو ویلي، چې د سلمان خان د وژلو په تور یې د امر لارنس بېشنوی تر قوماندې لاندې د ورانونکې ډلې یو غړی نیولی او محکمې ته یې سپارلی دی.
د ممبیي یو چارواکي ویلي، چې د سوخا الیاس په نوم کس چې د «لارنس بیشنوی» ډلې سره یې د سلمان خان د وژلو په اړه پلان لاره، نیولی دی.
لارنس بېشنوی چې له یوې لسیزې راهیسې په بند کې دی، په هندوستان کې د سیاست‌والو، هنرمندانو او مسلمانو سوداګرو په وژلو کې نوم لري.
تر دې وړاندې د هند یو وتلی سیاست‌وال بابا صدیقي د خپل کاري دفتر تر مخې ووژل شو.

هندي رسنیو ویلي و، چې د هغه په وژنه کې د لارنس بېشنوی د ډلې غړو لاس لاره.
هندي رسنیو ویلي، سوخا د لارنس بېشنوی ډلې په ملتیا هوډ لاره چې د سلمان خان په وژنه کې له هغې وسلې کار واخلي چې له پاکستانه قاچاق شوې وه.
د ممبي پولیسو د سلمان خان د وژلو په تور د لارنس بېشنوی د ډلې اړوند د ۱۸ تورنو پر ضد دوسیه پرانیستې ده.
پولیس وايي، دغې ډلې د سلمان خان د وژلو لپاره له ۶۰ تر ۷۰ پورې کسان ګومارلي وو او دغه کسان ټول د هغه له استوګنځي، کروندې او د فلم اخیستلو یا شوټینګ سیمو ته څېرمه ځای پر ځای شوي وو.
لارنس بېشنوی تر دې وړاندې د روان کال په اپرېل میاشت کې هم د سلمان خان د وژلو پلان لاره او په پام کې وه، چې هغه له خپل استوګنځي د باندې ووژني؛ خو دغه هندي ستوري ته یې زیان و نه شو رسولای.
سلمان‌خان تر دې وړاندې پولیسو ته ویلي و، چې لارنس بېشنوی پر هغه او د هغه د کورنۍ پر نورو غړو د هغه استوګنځای ته څېرمه پخوا هم ډزې کړې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هندي پولیس وایي، د سلمان خان د وژلو پلان یې شنډ کړی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*