
هېواد کې د یو ماشوم د مغزو تومور لومړني بریالي عملیات وشول
د لومړي ځل لپاره یوه افغان ډاکټر د مغزو د تومور جراحۍ عملیات په بري سره ترسره کړي دي.
له نن درې اوونۍ وړاندې یوه څلور کلنه ماشوم چې د سر عکسونو یې د مغزي تومور ښودنه کوله، د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د عملیاتو خونې ته یوړل شو. د هغې په څېره کې وېره له ورایه ښکارېده. سره له دې چې کمزوری وه، لس ساعته یې د ژوند او مرګ تر منځ مبارزه وکړه.
د حدیثې پلار په ستړي څېره په انتظار خونه کې ناست دی، د خپلې ګرانې لورې تشخیص هغه له کندزه کابل ته راتګ ته اړ اېستی و. هغه تشخیص چې نوموړی یې ناهیلی کړ په تېره بیا کله چې ورته وویل شول: «په هېواد کې ستاسو د ماشومې درملنه نه کېږي، باید پاکستان ته یې بوځئ،». تړل شوې لارې د ماشومې د درملنې پر وړاندې لوی خنډ و؛ حکمت الله چې کله خبرې کوي په څېره کې یې یوه هیله بښوونکي موسکا ښکاري.
د حدیثې پلار، حکمت الله په دې اړه داسې وايي:« په پیل کې ما د عملیاتو د خطر له امله انکار کاوه. وروسته مې ولیدل چې بله چاره نشته، و مې منله. ټول خطرونه مې ومنل او شکر، عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.»
ژوند ته راستنه شوې حدیثه د روغتون په بستر کې د خپل جراح ډاکټر په لیدو سره په موسکا او خوښې سره د ماشومانه نړۍ خبرې کوي.
نجیب الله سکندر چې ۲۳ کاله په اعصابو جراحي کې تجربه لري، لومړی ځل په هېواد کې د یو ماشوم د مغزي تومور خطرناکه عملیات ترسره کړل.
نجیب الله سکندر چې د اعصابو د جراحۍ په برخه کې ۱۳ کلنه تجربه لري، په لومړی ځل په هېواد کې د یوې ماشومې د مغزي تومور خطرناک عملیات ترسره کړل.
ډاکټر ، نجیب الله سکندر هم وايي: « د عصبي جراحۍ او دماغي تومورونو څانګه د خورا پېچلو او لویو عملیاتو له جملې ده، او موږ الحمدلله اوس دا عملیات ترسره کوو. زه د افغانستان خلکو ته وایم چې نور اړتیا نشته د عصبي جراحۍ لپاره بهر ته لاړ شي؛ په هېواد کې د هغوی د درملنې ټول امکانات موجود دي.»
ډاکټر سکندر دا بریالیتوب د هېواد د ډاکټرانو د وړتیا او ظرفیت نښه ګڼي او غوښتنه یې دا ده چې د ډاکټرانو ملاتړ دې وشي او نورې زمینې دې ورته برابرې شي.
یو بل ډاکټر، سلطان مسعود فرهمند هم وايي: « زموږ خلک باید پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي. په هېواد کې زموږ ډېر ظرفیتونه شته او د ناروغانو ډېرې ستونزې نن په کور دننه حل کېدای شي.»
په داسې حال کې په هېواد کې د حدیثې درملنه شوې چې هېوادوالو د خپلو ناروغانو د درملنې امکان په ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو کې ویني او د هېواد روغتیا وزارت هم تل د هېوادوالو او روغتیايي سکتور تر منځ د باور پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د یو ماشوم د مغزو تومور لومړني بریالي عملیات وشول"