
ټاکل شوې هوایي شرکتونه سبا بېرته الوتنې پیل کړي
کابل کې ځينې هوایي شرکتونه وایي، له دوشنبې ورځې راهیسې یې په هېواد کې هېڅ ډول هوایي خدمتونه نه دي وړاندې کړي او کاروبار یې له ځوړ سره مخ و.
د دغو شرکتونو د مسوولینو په خبره، د انټرنیټي او مخابراتي خدمتونو د بندېدو له امله زرګونه کسان هېواد ته له تګ راتګه پاتې دي.
دوی وایي، ټاکل شوې سبا (پنجشنبه، د تلې ۱۰مه) بېرته خپلې الوتنې پیل کړي.
د کام اېر هوایي شرکت مسوول، محمد بشیر طعلیق و ویل: «انشاالله بېرته یې له پیلوو، ځکه هغه هېوادوال مو چې ټرانزیټ لوتنې یې درلودې، بند پاتې وو.»
شیرخان چې له څلورو کلونو وروسته د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو لپاره له جرمني څخه هېواد ته راغلی، غواړي بېرته د خپل کارو بار لپاره جرمني ته ولاړ شي خو د انټرنیټي او مخابراتي خدمتونو د بندېدو له امله دغه هېواد ته له سفر کولو پاتې و.
شیرخان په دې اړه و ویل: «زه جرمني کې ژوند کوم او څلور میاشتې کیږي چې کابل ته راغلی یم خو له تېرو دوو ورځو راهیسې د انټرنیټ ستونزو له امله مې ونشوای کولای چې بېرته جرمني ته ولاړ شو.»
د انټرنیټي او مخابراتي خدمتونو بندېدو د ګرځندوی شرکتونو پر کارو بار هم منفي اغېزې کړې دي.
د کام اېر شرکت د هوایي خدمتونو برخې مسوول، امتیاز الحق بهادر و ویل: «د دوشنبې پر ورځ د انټرنیټ د بندېدو له امله موږ ډېرو ستونزو سره مخ شوو، د ګرځندوی شرکتونو او مسافرو ترمنځ اړیکه په بشپړ ډول بنده شوې وه
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا اووه څلويښت ساعتونو کې له نړۍ سره د افغانستان اړيکې پرې شوې وې چې له امله یې زرګونه کسان هېواد ته له تګ راتګه پاتې شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "ټاکل شوې هوایي شرکتونه سبا بېرته الوتنې پیل کړي"