ټرمپ د څه باندې ۱۶ سوه افغان کډوالـو پروازونه ځنډوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا ۱,۶۶۰ افغانان، چې د امریکا حکومت د هغوی د بیا مېشتېدو اجازه ورکړې وه، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغه امر له امله چې د کډوالـو پروګرامونه یې ځنډولي، د پروازونو لغوه کېدو سره مخ دي.

راپور د یوه امریکايي مدافع وکیل، شان وېنډایور، چې د افغانانو د تخلیې بهیر پر غاړه لري، له قوله لیکلي، په دوی کې هغه بې سرپرسته ماشومان شامل دي چې غواړي له خپلو کورنیو سره په امریکا کې یو ځای شي.

ښاغلي وېنډایور ویلي: «افغانان او مدافع وکیلان یې پر دغې پرېکړې ډېر اندیښمن دي، ما تر اوسه نن څلور ځله خپل ټلیفون چارج کړی، ځکه چې ډېر کسان ما ته زنګ وهي.»

د امریکا دغه پرېکړه زرګونه هغه افغانان هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي، چې د کډوالـو په توګه د بیا میشتېدو لپاره منل شوي، خو تر اوسه له افغانستان یا ګاونډي پاکستان د الوتنې چانس نه‌دی ورکړل شوی.

شان وېنډایور د ټرمپ د انتقالي ټیم له غړو سره د تماسونو په اړه ویلي: «موږ هغوی ته خبرداری ورکړی و چې دا به ښه نشي، خو هغوی بیا هم دا کار وکړ. هیله لرو چې بېرته پرې له سره غور وکړي.»
د رویټرز دغه راپور زیاته کړې چې تر دې دمه د امریکا بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، د امریکا د مخکېني ولسمشر، جو بایډن حکومت ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي.  

راپور زیاته کړې چې تمه کېږي د دوشنبې پر ورځ د خپل دویمې دورې له لوړې وروسته ګڼ اجرائیوي فرمانونه نورې هم لاسلیک کړي، چې لمخې به یې امریکا ته د رسېدلو او تلونکو کډوالـو پروګرامونه لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره وځنډوي.
 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټرمپ د څه باندې ۱۶ سوه افغان کډوالـو پروازونه ځنډوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*