په اسلام کې د ښځو د زده کړو د ارزښت په اړه نړۍواله غونډه د شنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پیلیږي.
د مسلمانانو نړۍواله ټولنه چې د دغه کنفرانس کوربه ده، ټینګار کوي چې ښځې هم د نارینهو په څېر د زده کړو بنسټیز حق لري.
د مسلمانانو نړۍوالې ټولنې ویلي: «زده کړه د مسلمانو ښځو لپاره یو بنسټیز حق دی، لکه څنګه چې د هغوی د نارینه وو سیالانو لپاره دی.»
د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي وايي: کله چې د اسلامي هېوادونو مشران چې تقریباً ۵۷ هېوادونه دي، دوی راځي، غونډه جوړوي او د غونډې نوم هم خویندو ته زده کړې وي، دا ددې ښکارندوی دی چې اسلام د ښځو زده کړې نه منعه کوي. اسلام زموږ د خویندو پر مخ د ښوونې او روزنې ممانعت نه کوي.
د نوبل د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، په دغه کنفرانس کې به د نجونو په ځانګړې توګه د افغان نجونو د زده کړو د حق ساتنې د اړتیا په تړاو خبرې وکړي.
ملاله یوسفزۍ، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې وايي: «د یکشنبې په ورځ به زه د ټولو نجونو د زده کړو د حق د ملاتړ په تړاو خبرې وکړم او دا چې ولې مشران باید ا.ا. د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو کړنو له امله ځواب ویونکي وګرځوي.»
د ښځو د حقونو فعاله، لمیا شېرزۍ وايي: د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه او هغه زموږ په ګاونډ کې، دا یو مهم پیغام لري. څو افغان چارواکي هم د ښځو زده کړو ته پام وکړي. دغه غونډه کې باید افغان نجونو ته هم د ګډون اجازه ورکړي څو خپل درد بیان کړي.
د پاکستان د پوهنې وزیر ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د پاکستان د پوهنې وزیر، خالد مقبول صدیقي ویلي: موږ بلنلیک لېږلی دی. زه ستا سو د دې پوښتنې له لارې وایم چې موږ د ټولو سیمو کلتور او دود ته درناوی لرو، خو د اسلامي روایاتو له مخې کلتور او دود د اسلام له اساساتو پیروي کوي او د ښځو پر زده کړو بندیز پکې نشته، موږ هیله لرو چې هغوی به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.»
تر دې مهاله اسلامي امارت په دغه کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
د سیاسي چارو شنونکی، هېواد ځاځی وايي: د افغانستان لپاره مهمه ده چې په دا ډول ناستو کې او غونډو کې ګډون وکړي او دا د اسلامي امارت د بهرني سیاست لپاره یوه ښه لار ده. ځکه موږ هم د نړۍ برخه یو له هغوی ځان نه شو لرې کولای او په ځانګړې توګه ځانونه د اسلامي نړۍ برخه بولو نو هلته ګډون ډېر اړین دی.
دغه کنفرانس چې د څلوېښتو هېوادونو استازي به پکې ګډون کوي، په داسې حال کې په پاکستان کې جوړېږي چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې اسلامي امارت له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډولې دي.
لومړی نظر وکړئ on "پاکستان په اسلام کې د ښځو د زده کړو ارزښت غونډې ته ا.ا هم وربللی دی"