
یو شمیر کډوال چې له پاکستانه ایستل شوي وایي ټول شته یې په پاکستان کې پاتې دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل، پر نورو ستونزو سربېره، په دغه هېواد کې د هغوی د شتمنیو پاتې کېدل هم یوه له بنسټيزو ستونزو ګڼل کېږي.
ادم خان، چې څلوېښت کلن دی او په پاکستان کې زېږېدلی، اوس د خپلې کورنۍ له دیارلسو نورو غړو سره له پاکستانه را اېستل شوی دی.
دی وایي، درې سوه زره کلدارې شتمني یې هم په هغه هېواد کې پاتې شوې او اوس خپل او د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی.
له پاکستانه را اېستل شوی، ادم خان په دې اړه داسې وايي: زه په پاکستان کې پیدا شوی یم او ډېر ژوند مې په پاکستان کې کړی دی. ما افغانستان دا اوس ولید، درېیمه شپه مې ده په افغانستان کې، موږ ټول عمر په پاکستان کې تېر کړی، زموږ پوښتنه به څوک کوي؟ نه یې یو اېن اېچ سي ار کوي، نه یې نړۍواله ټولنه کوي، زموږ پوښتنه به څوک کوي؟
ځينې نورکډوال چې له پاکستانه را اېستل شوي، خپلې ستونزې داسې بیانوي.
شیرین، له پاکستانه را اېستل شوی هم وايي: نه کور شته، نه بل شی شته، له اسلامي امارته غواړم چې مرسته راسره وکړي، کور راته جوړ کړي. دلته په افغانستان کې په هیڅ کارو بار هم نه پوهیږم. نه ځمکه لرم او نه جایداد لرم.
بل خوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د روان کال د اپرېل له لومړۍ د مې تر څلورمې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۱ زره بې اسنادو افغان کډوال را اېستل شوې او افغانستان ته راستانه شوي دي، ددغه بنسټ په وینا، له څه باندې ۸۶ زره راستنو شویو سره یې مرستې کړي دي.
له راستنیدو وروسته د بشري مرستو پروګرام مرستیال، محمد خالد فقیري خپل دریځ داسې څرګندوي: د روان کال له اپریله د می تر ۴مې څه باندې ۲۳۱ زره افغانان چې اسناد نه لري، له پاکستان او ایرانه راستانه شوي دي. د دوی له منځه څه باندې ۸۰ زرو ته یې بشري مرستې رسېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته راغلي وو او د افغان کډوالو ستونزو ته رسېده ګي د هغوی د خبرو یوه اصلي مسأله وه؛ خو له دې سره سره، د کډوالو جبري ایستل لا هم دوام لري.
لومړی نظر وکړئ on "د نورو ستونزو ترڅنګ؛ د راستنو شویو ټوله شتمني پاکستان کې پاتې ده"