پر شخصي موټرو د ټکسي بندیز

Loading

د ټرافيکو رياست مسوولین وايي، تر دې وروسته به شخصي موټرونو ته له جواز پرته د ټکسي چلولو اجازه ور نه کړل شي. 

د ټرافیکو ریاست عمومي رییس طلوع‌نیوز ته وایي، شخصي موټر باید د ټکسي جوازونه واخلي. 

د ټرافیکو ریاست عمومي رییس، حسیب الله مختار و ویل: « موږ دوه ډوله موټر لرو، یو شخصي دي او بل هم د وارد شویو په نوم اوس مهال د فعالیت اجازه ورکوو څو د ټکسي بهیر ته داخل شي او هغه موټر چې د شرکت په نوم دي موږ هڅه کوو څو د تګلارې منظوري یې له رهبرۍ ترلاسه کړو او وروسته له هغې د شخصي او شرکتي موټرو فعالیت بندوو.»

خو ځینې موټر چلوونکي بیا له اسلامي امارته غواړي څو پر دغې پرېکړې یوځل بیا له غور وکړي. 

۳۶ کلن بشیر احمد چې پلازمېنه کې ټکسي چلوي د حکومت پر دغه پرېکړه اندېښمن دی. 

بشیر احمد زیاتوي چې ټوله ورځ د خپلې اوو کسیزې کورنۍ لپاره تر ماښامه کار کوي خو په خبره یې، بیا هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. 

هغه طلوع‌نیوز ته و ویل: « بل کار نشته، ګل کاري نشته، خلک اړ دي چې په کرایه کړو موټرو کار وکړي.»

ځینې نور موټرچلوونکي بیا وایي، د اقتصادي ستونزو له امله د ټکسي د جواز اخیستلو توان نه لري او له اسلامي امارته غواړي څو شخصي موټرو ته هم د ټکسي اجازه ورکړي. 

موټرچلوونکي، عبدالله و ویل: « زموږ غوښتنه دا ده چې د کار اجازه راکړي، موږ پیسې نه لرو چې بل موټر واخلو، دغه مو اخیستې چې کار وکړو او د خپلو اولادونو لپاره روزي وګټو.»

د کار نشتوالي له امله دې وروستیو کې ګڼ شمېر ښاریانو د خپلو کورنیو لپاره د نفقې برابرولو په موخه ټکسي چلولو ته مخه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پر شخصي موټرو د ټکسي بندیز"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*