نجشېر کې د زمردو د صادراتو د پراختیا لومړی نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ پرانیستل شو.
دغه نندارتون کې د پنجشېر د زمردو په ګډون څه د پاسه سل غرفې کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.
د دغه نندارتون موخه د پنجشېر ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو ته بازارموندنه یاده شوې ده.
د کورنیو شرکتونو مسوولین له سرپرست حکومته غواړي څو له کورنیو تولیداتو د ملاتړ او پراختیا لپاره په کور دننه او بهر نندارتونونه په لاره واچوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت هم وايي، د ګران بیه ډبرو په ځانګړي ډول د پنجشیر زمردو ته د بازار موندنې په موخه به هېواد کې دننه او بهر نور نندارتونونه هم جوړ کړي.
د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم و ویل: « دغه ننداره چې پنجشېر کې جوړه شوې، زمردو ته د ښکلا لپاره چې موږ ملي او نړۍوال سوداګر هڅوو څو دلته راشي او د پنجشېر زمرد چې نړۍ کې لومړی نمبر دي، له نږدې وګوري.»
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان هم و ویل: « دا لومړی نندارتون و چې پنجشېر کې ترسره شو او انشاالله نږدې راتلونکې کې به موږ نورو ولایتونو په ځانګړې توګه ختیځو ولایتونو کې چې د ګران بیه ډبرو استخراج لرو، نندارتونونه ترسره کړو.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست دغه نندارتون کې وایي، د نورو پروګرامونو ترڅنګ، به پنجشېر کې د کلیو پراختیا وزارت هم ځینې پراختیایي پروژې په لاره واچوي.
محمد یونس اخندزاده زیاته کړه: « پنجشېر کې دې پروژې په لاره واچول شي چې زموږ هېوادوال ورته اړتیا لري.»
ځینې ښځې او د تولیدي شرکتونو مسوولین چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، له اسلامي امارته غواړي څو له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره په کور دننه او بهر نندارتونونه په لاره واچوي.
د لاسي صنایعو د غرفې لرونکې، طیبه نوري وایي: « که ښځې د نارینه وو پڅېر ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په برخه کې ګډون ولري، د افغانستان د لاسي صنایعو په ګډون ټولې برخې پراختیا ومومي.»
د یو تولیدي شرکت مسوول، عبدالنصیر رښتیا و ویل:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې هر هغه څه چې هېواد کې تولیدیږي، هڅه دې وشي څو ټولې حکومتي ادارې ترې ګټه واخلي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو لمخې، دا مهال پنجشېر کې ۱۲ سوه د زمردو کانونه ثبت شوي چې ۵۰۰ سوه یې د کاري جواز په ترلاسه کولو سره فعال دي او نږدې ۲۰ زره کسان په کې په کار بوخت دي.
د دغه وزارت څرګندوي چې د پنجشېر د زمردو د استخراج له پيله تر دې مه دغه ولايت کې د څه د پاسه څلور ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت له شپيته زره قیراطه زیات زمرد پلورل شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "پنجشېر کې د زمردو د صادراتو زیاتوالي په موخه لومړی نندارتون"