په ایران کې د افغانانو د اعدامونو دوام او د بشري حقونو د سرغړونو اندېښنې

منبع

په ایران کې د افغانانو د اعدامونو دوام او د بشري حقونو د سرغړونو اندېښنې

ایران کې د یوه افغان وګړي په ګډون د پنځو بندیانو اعدام یو ځل بیا د دغه هېواد په قضایي نظام کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه د بشري حقونو د سازمانونو اندېښې راپارولې دي. 

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې دغه افغان وګړی د هرات اوسېدونکی احمد فرهاد حیدري نومیږي او د “قصدي قتل” په تور د کرج په قزل حصار بندخونه کې اعدام شوی دی. 

د سیاسي چارو شنونکي، حمایت الله احمدي و ویل: «د افغانستان سیاسي استازولۍ باید په نورو هېوادونو کې د افغان وګړو د اعدام مخه ونیسي. مجرم ته باید د نړۍوالو قوانینو په ځانګړې توګه د کوربه هېواد د قوانینو په رڼا کې د مدافع وکیل، ژباړن او د خپل هېواد له کونسلګرۍ او یا سفارت سره د اړیکې نیولو حق ورکړل شي او دغه راز باید له خپل جرم هم خبر اوسي.»

یو شمېر حقوق ‌پوهان په دې باور دي چې ډېری افغان وګړي په ایران کې د استوګنې اسنادو نشتون، بې وزلۍ، د خپلو قانوني حقونو په اړه د پوهاوي نشتون او مدافع وکیل ته د نه لاسرسي په ګډون د بېلابېلو ستونزو له امله له بد وضعیت سره مخ دي. 

دوی وايي، دا هغه لامل دي چې افغانان د نیول کېدو، پوښتنو ګروېږنو او محاکمې پر مهال د نورو پرتله د بنسټیزو حقونو د نقض له لوړ ګواښ سره مخ کوي.

حقوق‌ پوه، مجید کوهستاني په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: «ایران کې ډېری افغانان مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته محاکمه کیږي او په اعدام محکوم کیږي.»

د سیاسي چارو شنونکي، میوند جرت و ویل: «ایران  دغه تېر یوه کال کې یې ډېر شمېر افغانان په اعدام محکوم کړي دي. که څه هم هر هېواد خپل قوانین لري خو نړۍوال قوانین مجرم ته د مدافع وکیل، ژباړن او نور حقونه ورکوي څو له خپل حق دفاع وکړي.»

د هه‌نگاو بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې یوازې د ۲۰۲۵ زېږیز کال په لړ کې لږ تر لږه ۸۵ افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ایران کې د افغانانو د اعدامونو دوام او د بشري حقونو د سرغړونو اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*