په بغلان کې د صوفي پر زیارت د برید پړه داع-ش پر غاړه واخیسته

د اسلامي دولت (داع-ش) خراسان څانګې د شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفي پر یو زیارت د ډزو مسوولیت پر غاړه واخیست.

د بغلان سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د جمعې په شپه نا معلومو وسله والو د دې ولسوالۍ په مرکز کې یو زیارت ته ننوتي او لږ تر لږه ۱۱ تنه یې په ډزو وژلي دي.

د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ د فرانس پرس اژانس ته وویل چې یو وسله وال کس د نهرین ولسوالۍ په یوې لیرې پرتې سیمه کې پر صوفيانو چې په “اوونیزو مراسمو کې یې برخه اخیستې وه” ډزې کړي چې له امله یې لس تنه وژل شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي ارباب نقشبندي امریکا غږ ته وویل، پر دغو کسانو هغه مهال ډزې وشوې چې په دغه زیارت کې په “عبادت او ذکر” بوخت وو.

د سیمې یو بل اوسیدونکي وویل چې دا پیښه د سید پادشاه آغا په صوفي زیارت کې شوې ده او زیاته یې کړه چې “کله چې خلک د سهار لمانځه ادا کولو ته ولاړل جسدونه یې وموندل.”

افغانستان لپاره د ملګر ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم د جمعې په ورځ ناوخته نومبر ۲۲( قوس دوېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو خپور کړي پیغام کې د نهرین د ولسوالۍ برید د قربانیانو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې او دا برید یې ویرونکی ګڼلی دی.

ریچارد بنیټ ویلي: “په افغانستان کې مذهبي اقلیتونو په پرله پسې توګه د جدي ګواښ سره مخ دي. افغانان په سوله کې د عبادت حق لري. د مخنیوي، ساتنې او د عدالت نورو هڅو ته اړتیا ده”.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د ا.ا. د واک تر لاسه کولو وروسته، ا.ا. چارواکو تل د ملي امنیت د تامینولو خبره کړې ده، خو په تېرو دریو کلونو کې د بغلان په ګډون د افغانستان بېلابېل ولایتونه د وژونکو بریدونو شاهدان وو.

په کابل کې د ا.ا. چارواکو په وار وار ویلي چې دوی داع-ش-خراسان ته ماتې ورکړې ده، خو دغې ډلې په منظمه توګه د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی، په ځانګړې توګه د صوفي او شیعه لږکیو پر ضد؛ هغه موخې چې دوی یې بدعت بولي.
منبع

لومړی نظر وکړئ on "په بغلان کې د صوفي پر زیارت د برید پړه داع-ش پر غاړه واخیسته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*