په بلخ کې روږدو لپاره د مسلکي زده کړو فرصتونه برابر شوي

منبع

په بلخ ولایت کې روږدو لپاره د مسلکي زده کړو فرصتونه برابر شوي

په بلخ ولایت کې ځایي مسوولان وایي چې د ۲۵۰ روږدو کسانو لپاره یې د مسلکي زده کړو پرګرامونه پیل کړي دي.

هلته د روږدو درملنې د کمپ د مسوولانو په خبره، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دوو زرو ډېر کسان د درملنې له دورې تر بشپړېدو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي او دا مهال نږدې زر تنه نور تر درملنې لاندې دي.

 د مسلکي زده‌کړو د څانګې مسوول، نجیب‌الله عفیف کریمي وایي: «موږ ۲۵۰ روږدو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده چې د جامو ګنډلو، بوټ ګنډلو، بیک ګنډلو، د ودانیو د برېښنا برخه او د برېښنایي توکو د رغولو برخو کې دي.»

 د بلخ د روږدو د درملنې د کمپ امر، ادم‌خان محمد داسې وایي: «د روان کال تر پایه تر لېندۍ میاشتې موږ ۲ زره او ۱۳۸ روږدي کسان راټول، ۲ زره ۳۱۶ مو رخصت او اوس ۹۹۵ کسان تر درملنې لاندې دي.»

د دوو ماشومانو پلار۴۵ کلن محمد یاسین یو له دغو روږدو دی چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په نشه‌يي توکو روږدی و، اوس درې میاشتې کېږي چې د بلخ ولایت د روږدو د درملنې په کمپ کې تر درملنې لاندې دی او د خیاطۍ مسلک زدکوي.

محمد یاسین د مسلکي زده‌کړو د برابرېدو له امله خوښي څرګندوي او سالم ژوند ته د بېرته ستنېدو لپاره یې مهم ګام بولي.

هغه د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «له کله مې چې خیاطي پیل کړې، په دې پوه شوی یم چې بېرته خپل کاروبار ته ورګرځېدلی شم. له خپل تېر ژوند په تنګ شوی وم، اوس خوښ یم چې د کار زمینه راته برابره ده ترڅو بېرته هغو تېرو لارو باندې لاړ نشو.»

په ورته وخت کې، یو شمېر نور کسان چې د بېلابېلو مسلکونو په زده‌کړه بوخت دي، د دغسې پروګرامونو له پیل هرکلی کوي او دا اقدام د روږدو کسانو د بیا رغونې، پیاوړتیا او سالم ژوند، کار او بازار ته د هغوی د بېرته ستنېدو په لاره کې مهم ګڼي.

د کسب زدکوونکی، میرویس وایي: «کار ډېر ښه دی او موږ ترې ښه ګټه اخیستلی شو، په داسې لارو لاړ نشو چې نوم مو بد شي او اعتبار مه له لاسه و وځي. له دې فرصت مننه کوم او موږ اوس کولی شو بېرته عادي ژوند ته وګرځو.»

د یادونې وړ ده چې دا په بلخ ولایت کې د روږدو کسانو لپاره د مسلکي زده‌کړو لومړنی پړاو دی او ټاکل شوې ده چې له دې وروسته هر کال ۵۰۰ نور کسان هم په دغو برخو کې تر روزنې لاندې ونیول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په بلخ کې روږدو لپاره د مسلکي زده کړو فرصتونه برابر شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*