په تېرو دوو میاشتو کې د کوویډ ۱۹ پېښې راکمې شوې دي

Loading

د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ د مثبتو پېښو له کمېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په تېره یوه میاشت کې له اوو سوو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او شپږ تنه ترې مړه شوي دي.

شرافت زمان امرخیل وايي: د تېرو میاشتو پرتله په تېرو دوو میاشتو کې د کوویډ-۱۹ پېښې راکمې شوې دي. په تېره یوه میاشت کې موږ ۷۰۰  مثبتې پېښې درلودې. د هېواد په ټولو روغتونونو کې انتاني څانګې فعالې دي او ځانګړي روغتونونه هم لرو چې په دغه برخه کې فعالیت کوي.

۶۴ کلن محمد عزیز چې له شلو ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستر دی، وايي چې د شکرې ناروغي لري او دغه راز پر کووېډ-۱۹ هم اخته شوی دی.

ناروغ، محمد عزیز وايي: «روغتیايي وضعیت مې ډیر خراب و، د کوما په حالت کې وم. سیروم مې وکړل او اکسیجن مې واخیست او بستر شوم.»

یو بل ناروغ، غلام رباني هم و ویل: «ډېر مې وضعیت خراب و او د کوما په حالت کې وم، خو اوس شکر دی ۵۰ یا ۶۰ سلنې ښه شوی یم.»

 افغان جاپان روغتون ځینې ډاکټران په تېرو اوونیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي. دوی وايي چې هره ورځ په اویاوو معایناتو کې له پنځلسو تر شلو معایناتو پایله مثبته وي.

یوه ډاکټر، شیرین اغا ناصري هم و ویل: «موږ ته چې مراجعه کوي د ورځې په جریان کې زموږ ناروغان شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ وي چې لمنځه یې ۱۵ تر ۲۰ مثبتې پېښې وي او هغه ناروغان چې بستریږي له ۲ تر ۵ ناروغان وي.» بل

ډاکټر، فهیم یوسفي وايي: «زموږ سپارښتنه دا ده چې له ګڼې ګوڼې ډک ځای ته ولاړ نه شي او که د کورنۍ کوم غړی یې په کوویډ ۱۹ اخته له هغوی سره واټن ولري.»

 عامې روغتیا وزارت د مالوماتو لمخې، د روان زېږیز کال له پيلېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۹۲۵۶ کسان پر کوویډ-۱۹

ناروغۍ اخته شوي او ۴۶ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په تېرو دوو میاشتو کې د کوویډ ۱۹ پېښې راکمې شوې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*