په دولتي لیلیه کې د خونو له کموالي د لغمان پوهنتون د محصلینو شکایت

په دولتي لیلیه کې د خونو له کموالي د لغمان پوهنتون د محصلینو شکایت

د لغمان پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو زده کړیالان په دولتي لیلیه کې د زده کړیالانو د ډېروالي له امله د خونو د کمښت له ستونزو شکایت کوي.

 دوی وايي، له یوه لوري د دولتي لیلیې د خونو د کمښت له امله ورته خونې نه دي دي ورکړل شوي او له بل لوري د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي لیلیه کې د خونو د نیولو توان نه لري چې د دوی پر تدریسي چارو یې منفي اغېزې کړي.

 د لغمان پوهنتون محصل، رفیع الله په دې اړه داسې وايي: « دلته د لیلیې مشکل دی زده کړیالانو ته بسنه نه کوي، ښار کې اطاقونه نه پیدا کیږي کوم اطاق به چې پیدا کیده پخوا به زر یا یو نیم زر وو؛ خو اوس هغه اطاق په دوه نیم یا په درې زره افغانۍ دی.»

لغمان کې یو بل محصل، فتح الله همت هم په دې اړه داسې معلومات راکوي: « پوهنتون لپاره چې کومه لیلیه ده دلته پکې ډېر کم زده کړیالان ځایېږي؛ خو جذب یې ډېر دی او داخل بازار کې چې کوم زده کړیالان په اطاقونو کې اوسېږي هلته کرایه لوړه شوې ده.»

د لغمان پوهنتون زده کړیالان له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې تر هر څه ژر دې په دې پوهنتون کې د دولتي لیلیې د خونو د کمښت ستونزې حل ترڅنګ دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
یوه بل محصل ذاهدالله هم و ویل: « موږ له خپل کوره دومره پیسې راوړو چې خوراک او کتابونو پرې واخلو؛ خو د اطاقونو کرایه ډیره لوړه شوې ده.»

فرمان هم چې محصل دی، داسې وايي: « زده کړیالانو لپاره دې باید لیلیه جوړه شي، یا داسې مناسب ځای چې کرایه یې کمه وي، یا دې زده کړیالانو ته په وړیا ډول په واک کې ورکړل شي.»  

ورته مهال د لغمان ولایتي مسوولان وايي، د زده کړیالانو د لیلیې ستونزه یې له لوړو زدکړو وزارت سره شریکه کړې او ډاډ ورکړل شوی چې لنډ وخت کې به دې ستونزې ته رسېدنه وشي.

د لغمان د والي ویاند، عبدالمالک نیازی په دې اړه بیا داسې نظر وړاندې کوي:« مونږ په لغمان پوهنتون کې درې سوه پنځوس زده کړیالانو لپاره د اوسېدو ظرفیت برابر کړی دی او دوی هلته ځای پر ځای شوي دي او دا هغه محصلین دي چې د لرو پرتو ولایتونو اوسیدونکي دي، مونږ لوړو زده کړو وزارت ته پیشنهاد کړی او مونږ ته اطمینان راکړل شوی چې تاسې په یوه سیمه کې یو کور ونیسئ او کوم زده کړیالان چې د لیلیې شرايطو سره برابر وي هغوی ځای پر ځای کړئ.»

د لغمان پوهنتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا پوهنتون په ۱‍۳۹۰ هـ ل کال کې جوړ شوی، چې په شپږو بېلابېلو پوهنځیو کې پکې سلګونه زده کړیالانو ته د زدکړو زمینه برابره شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په دولتي لیلیه کې د خونو له کموالي د لغمان پوهنتون د محصلینو شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*