
په غزني کې د ځمکې لاندې اوبو کمښت
د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالی او په غزني کې د ژورو څاګانو د شمېر زیاتوالي د دې ولایت د اوسیدونکو اندیښنې راپارولي دي.
د لمریزو تختو په کارولو سره د اوبو دوامداره استخراج یو له هغو عواملو څخه ګڼل کیږي چې د ځمکې لاندې سرچینو باندې یې فشار زیات کړی دی.
ځایي اوسیدونکي وايي چې په تیرو یو نیمو لسیزو کې د غزني په مختلفو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو ته د لاسرسي ژوروالی له شاوخوا ۲۵ مترو څخه نږدې ۷۰ مترو ته لوړ شوی دی؛ پداسې حال کې چې د ژورو څاګانو شمیر هم په بې ساري ډول زیات شوی دی.
د غزني یو اوسیدونکی آغا محمد وویل: “پنځلس کاله دمخه، موږ د ۲۵ څخه تر ۳۰ مترو پورې اوبو ته لاسرسی درلود؛ خو اوس د اوبو کچه له ۷۵ څخه تر ۸۰ مترو پورې ژوروالی ته رسیدلې ده. اوس مهال، د برمی څاګانو شمیر د پام وړ زیات شوی دی. زموږ په کلي کې شاوخوا ۸۰ کورونه دي؛ خو له ۱۰۰ څخه زیات برمی څاګانې فعالې دي.”
د غزني یو بل اوسېدونکي عبدالقیوم وویل: “زموږ کلی لس کورونه لري او هره برمیايي څاه تر درې انچو پورې اوبه تولیدوي. پنځلس کاله وړاندې موږ د ۲۵ مترو په ژوروالي کې اوبو ته لاسرسی درلود؛ خو اوس د اوبو کچه ۵۵ مترو ته رسیدلې ده او که چیرې د څاه پایپ له ۸۰ مترو څخه کم وي، نو اوبه به تولید نشي. دې ژورو څاګانو د ځمکې لاندې سرچینو ته لوی زیان رسولی دی.”
د ځمکې لاندې اوبو د کچې کموالی د خلکو د ژوند، کرنې او د دې ولایت د راتلونکي لپاره یوه جدي ننګونه ګڼل کیږي.
د غزني یو شمیر اوسیدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې د اوبو د ډیر مصرف مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا لپاره جدي اقدامات وکړي.
د غزني یو بل اوسېدونکي عطاءالله زیاته کړه: “موږ له حکومت څخه غواړو چې د برمیايي څاګانو څارنه وکړي او هیچا ته اجازه ورنکړي چې له اوبو څخه ډیر کار واخلي. زموږ په سیمه کې د اوبو کچه ورځ په ورځ کمیږي. که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به ویالې هم وچې شي او حتی د څښاک اوبه به هم نه وي.”
یو بل اوسېدونکي، داود تڼي زیاته کړه: “دلته تر ۱۲۰ متره ژورو څاګانې کیندل شوي دي. پخوا، دا څاګانې درې انچه اوبه ورکولې؛ خو اوس په سختۍ سره دوه انچه اوبه ورکوي. زما د برمي څا ۸۰ متره ژوره ده او درې انچه اوبه ورکوي. د نورو ټولو خلکو څاګانې وچې شوې دي؛ خو زما څا لا هم اوبه لري. که بندونه جوړ شي او پاکستان ته بهېدونکې اوبه کنټرول شي، زموږ په څاګانو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۴۰ مترو پورې لوړېدای شي.”
د رسمي احصایو پر بنسټ، په تیرو دریو کلونو کې په غزني کې د ۳۵۰۰ ژورو څاګانو لپاره جوازونه ورکړل شوي دي، او د نږدې ۱۰۰۰ نورو څاګانو د غیرقانوني کیندلو مخه نیول شوې ده.
له بلې خوا، د غزني د کرنې ریاست وايي چې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره یې یو پلان چمتو کړی او هڅه کوي چې د دې سرچینو د اغیزمنې کارونې او ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمیدالله نثار وویل: “د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې د زیرمو بندونو، چیک ډیمونو جوړولو او ځینو نورو حل لارو په پلي کولو سره د ځمکې لاندې اوبو د کچې د نور کمښت مخه ونیسي.”
که څه هم په غزني کې د کرنې فصل تر ډیره حده پای ته رسیدلی او د حاصلاتو فصل پای ته رسیدلی، خو بیا هم د ژورو څاګانو څخه په لویه کچه اوبه ۲۴ ساعته ایستل کیږي، چې دا وضعیت د ځمکې لاندې اوبو د ډیر مصرف او د ځمکې لاندې سرچینو د نور کمښت په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "په غزني کې د ځمکې لاندې اوبو کمښت"