
په هېواد کې د غیرنغدي تادیاتو د پراختیا هڅې
د افغانستان بانک وایي، اوس مهال په هېواد کې ۹ شرکتونه د غیرنغدي تادیاتو په برخه کې فعالیت کوي.
دغه بانک د غیرنغدي تادیاتو خدمتونو ته د تقاضا د زیاتېدو په یادولو سره وایي، د ظرفیت لوړولو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغو خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
حسیبالله نوري، د افغانستان بانک ویاند، وویل: «موخه دا ده چې په هېواد کې نغدي راکړه ورکړه کمه او غیرنغدي راکړه ورکړه پراخه شي. دغه راز زموږ هېوادوال د نړیوالو معیارونو له بانکي اسانتیاوو برخمن شي. له هېوادوالو هم غواړو چې د دغو خدمتونو په پراختیا کې مرسته وکړي.»
هممهاله، د افغانستان د بانکونو ټولنه هم په ټول هېواد کې د غیرنغدي تادیاتو د خدمتونو پر پراختیا ټینګار کوي.
د دغې ټولنې په باور، د غیرنغدي تادیاتو پراختیا کولی شي د راکړې ورکړې د اسانتیا، د نغدو پیسو د کارونې د کمېدو او په مالي معاملو کې د روڼتیا د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
نجیبالله امیري، د افغانستان د بانکونو ټولنې رییس، وویل: «په وروستیو کلونو کې بانکونو په دې برخه کې ډېر کار کړی، څو هغه وسایل او اپلېکېشنونه رامنځته او پراخ کړي چې په دې برخه کې ورته اړتیا ده.»
د غیرنغدي تادیاتو د خدمتونو یو شمېر شرکتونه، که څه هم په هېواد کې د دغو خدمتونو د نسبي پراختیا خبره کوي؛ خو د هېواد په ځینو برخو کې باثباته او چټک انټرنېټ ته نه لاسرسی په ټول افغانستان کې د دغو خدمتونو د پراختیا له سترو خنډونو بولي.
سنزر کاکړ، د حسابپي مسوول، وویل: «د هېواد په ځینو برخو کې چټک انټرنېټ نشته. هر څومره چې په یوه سیمه کې انټرنېټي خدمتونه پراخېږي، په هماغه کچه به د غیرنغدي تادیاتو خدمتونه هم پراخ شي.»
که څه هم د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې په ورځنیو معاملو او سوداګریزو فعالیتونو کې د ډیجیټلي خدمتونو کارول مخ په زیاتېدو دي؛ خو انټرنېټ ته محدود لاسرسی، د ډیجیټلي مالي خدمتونو په اړه د ځینو خلکو کمه پوهه او د اړینو زېربناوو د پراختیا اړتیا هغه ننګونې بلل کېږي چې په هېواد کې د دغو خدمتونو د پراختیا بهیر ټکنی کولی شي.
لومړی نظر وکړئ on "په هېواد کې د غیرنغدي تادیاتو د پراختیا هڅې"