په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو امر پراخ وحشت رامنځته کړی

5
2

په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو امر پراخ وحشت رامنځته کړی

د پاکستان فډرالي حکومت د هغو افغان کډوالو پاتې کېدا ناقانونه اعلان کړې، چې ثبت شوي(PoR)

کارتونه یې د جون پر دېرشمه پای ته رسېدلي دي.

دې اقدام له یو میلیون ډېر افغانان اغېزمن کړي، چې دمخه یې له PoR کارتونو سره په پاکستان کې له ویزې پرته د ژوند کولو اجازه درلوده.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ یو ځانګړی څارنیز امر (SRO) خپور کړ، چې د قانون پلي کوونکو ته د ۱۹۶۴ کال د بهرنيانو قانون له مخې د PoR لرونکي کسان ونیسي او بېرته یې وباسي. د خیبر پښتونخوا حکومت په چټکۍ عامه خبرتیا خپره کړې او په پېښور او لنډي کوتل کې یې د ټرانزیټي ساحو جوړول پیل کړل.

دې پرېکړې د کډوالو ټولنې او د بشري حقونو ډلې اندېښمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) ویلي، چې دوی د دې مسلې د قانوني او بشري پایلو په اړه ژوره اندېښنه لري او خبرداری ورکوي، چې جبري ستنېدا کولی شي د نه بېرته ستنېدا له نړیوال اصل سرغړونه وکړي.

ډېر افغانان باوري وه، چې حکومت به د کارتونو وخت وغځوي. لکه څنګه، چې یې په تېرو وختونو کې کړي وه. په جون او جولای کې د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارتونو په څو خبرتیاوو کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د لنډمهاله استوګنې کارت لرونکي کسان ونه‌نیسي، چې ورسره په پالیسۍ کې د بدلون هیلې زیاتې شوې.

د افغان سوداګرو مشرانو دا هڅه ناڅاپي او زیانمنه یاده کړې ده.

د افغان متحدو سوداګرو اتحادیې رییس سید نقیب بادشاه ویلي، چې شاوخوا ۴۰ زره افغان سوداګر یوازې په پېښور کې فعالیت کوي او ځینو یې په پاکستان کې له ۱ میلیارډ روپیو (۳.۵ میلیون ډالرو) څخه ډېره پانګونه کړې ده.

هغه زیاته کړې: “دا پرېکړه ناعادلانه ده. تاسې نشئ کولی له هغو خلکو څخه، چې دلته له لسیزو راپدېخوا ژوند کوي، په یوه شپه کې وتل وغواړئ.”

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي، چې اداره یې له حکومت څخه په دې اړه رڼښت غواړي.

هغه ټینګار وکړ، چې هر ډول ستنېدا باید پخپله خوښه او له نړیوالو معیارونو سره سمه ترسره  شي.

له ۱.۳ میلیون څخه ډېر افغانان په ځانګړي توګه د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایلتونوکې ژوند کوي.

له هغه وخت راپدېخوا، چې اسلام‌آباد د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام پیل کړ؛ له ۱.۱ میلیون ډېر افغانان، چې ډېرو یې اسناد یا د افغان تابعیت کارتونه لرل، خپل هېواد ته ستانه شول.

د مهاجرت د نړیوالې ټولنې وروستي معلومات ښیي، چې له نیول کېدو وېره د کډوالو د بېرته ستنېدا اصلي دلیل دی.

تمه ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي راتلونکې اوونۍ اسلام‌آباد ته سفر وکړي او  له پاکستاني چارواکو، ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر او د کډوالو استازو سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو امر پراخ وحشت رامنځته کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*