د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوې پوستې د موټر بم چاودنې له کبله ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.
د سېشنبې پر ورځ ( د لړم نههویشتمه) پاکستانيو چارواکو تائید کړه، چې یوه مشکوک ځانمرګي بریدګر د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په جانيخېل سیمه کې له چاودېدونکيو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه، چې له کبله یې ۱۱ پوځیان ووژل شول او څلور نور ټپیان دي.
د سېشنبې پر ورځ ( د لړم نههویشتمه) پاکستانيو چارواکو تائید کړه، چې یوه مشکوک ځانمرګي بریدګر د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په جانيخېل سیمه کې له چاودېدونکيو توکو ډک موټر ته چاودنې ورکړه، چې له کبله یې ۱۱ پوځیان ووژل شول او څلور نور ټپیان دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه پرون ماښام ناوخته پر ځایي وخت اووه بجې رامنځته شوې ده.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه ندی اخیستی.
د سیمهییزو رسنیو د راپور له مخې؛ د پاکستان د پوځ د اعلی سرقومندان، د کابینې وزیرانو او د دغه هېواد د استخباراتی ادارو د مشرانو پر ګډون د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف پر مشرۍ د پاکستان د سیاسی- امنیتی کمیټې غونډه جوړه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د وسلوالو او بېلتون غوښتونکیو ډلو پر ضد د نویو پوځي عملیاتو پر ترسره کولو هوکړه کړې ده.
په دې ناسته کې د دغه هېواد د وروستيو امنيتي حالاتو په تېره بيا په بلوچستان ايالت کې د بېلتون غوښتونکیو او ترهګرو د فعاليتونو شدت وڅېړل شو.
د خبری سرچینو د خبر له مخې: د پاکستان سیاسی، پوځی او امنیتی چارواکو په دې غونډه کې، چې له وسلوالو سره د مبارزې د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه؛ د دې هېواد په بلوچستان صوبه کې د نویو پوځی عملیاتو د پیلولو منظوري ورکړه.
لومړی نظر وکړئ on "په پاکستان کې د یوې چاودنې له کبله ۱۵ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې"