په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵ زره افغان کډوال جبري وایستل شول

ولی که از کودکی شیفته دویدن در کوه‌های کابل بود، فکر می‌کرد با این اتفاق دیگر هرگز نمی‌تواند بدود.پاکستان او ایران د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی او په یوه ورځ کې له ۵ زرو ډېر افغان کډوال له دغو هېوادونو وایستل شول او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له ګاونډ هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو په تړاو له غبرګونونو سره – سره پاکستان او ایران د افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه د څه باندې ۵ زره افغان کډوالو له شړلو خبر ورکړی دی.

د کډوالو چارو وزارت وايي، افغان کډوال له تورخم، سپین بولډک، پل ابریشم او اسلام کلا څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې: پېنځه زره او ۳۰۳ افغان کډوال د زمري پر شپږمه د نیمروز ولایت د پل ابریشم او د کندهار ولایت د سپین بولډک، د هرات ولایت له اسلام کلا او د ننګرهار ولایت له تورخم دروازې څخه جبري او پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

همدارنګه په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۱۷ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ له نوي مشر سره په کتنه کې د مهاجرینو چارو وزارت چارسمبالي کډوالو ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

خلیل الرحمن حقاني له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د بېرته راستنیدونکیو کډوالو لپاره د بیا میشتېدنې او دایمي ادغام د پېنځه کلن ستراتیژیک پروګرام په پلي کولو کې همکاري وکړي.

دغه راز په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند نوې څپه، چې تېره اوونۍ د تهران په یوه برخه کې د درې افغان کډوالو له‌خوا د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو سره پیل شوه؛ اوس هم روانه ده.

په تېرو څو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه پر ډېر شمېر شړل شویو کډوالو د ایستلو پر مهال د دغو دوه هېوادونو د پولیسو له ناوړه چلند څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایران او پاکستان حکومتونه له میاشتو راپدېخوا له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې او د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ له دغو دوه هېوادونو څخه په زرګونه افغانان شړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او ایران چارواکو تل ټینګار کړی؛ له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلند کوي او دوی خپل قانوني حق ګڼي، چې له اسنادو پرته د افغانانو شړلو روان وساتي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*