
په ۲۰۲۶ کال کې د لوږې خپرېدو او د میلیونونه افغانانو د بیړنۍ اړتیا خبرداری
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له بشري شریکانو سره یوځای، د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان بشري اړتیاوو ته د ځواب طرحه پیل کړې ده.
یاد سازمان د دې طرحې پلي کول “د خلکو د حیاتي اړتیاوو په چټکۍ سره حل کول او په هیواد کې د بشري بحران د خرابیدو مخه نیول” وبلل.
اوچا زیاته کړه چې افغانستان له سوډان او یمن وروسته په نړۍ کې ترټولو لوی بشري بحران تجربه کوي او وړاندوینه کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۲۱.۹ میلیونه خلک، چې د هیواد د نفوس نږدې نیمایي برخه ده بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د اوچا د راپور یوه برخه:« د خوړو نا امني د بشري اړتیاوو تر ټولو مهم عامل دی. ۱۷.۴ میلیونه خلک د خوړو له جدي نا امنۍ یا تر هغه بد وضعیت سره مخ دي. ۴.۷ میلیونه خلک د لوږې له بیړني حالت سره مخ دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه وال وایي:« دا طرحه يوه اړتيا وه، او اوچا په ډېر مناسب وخت کې دا ګام پورته کړ. که څه هم دغه طرحه ښايي د خلکو ټولې اقتصادي ستونزې په بشپړ ډول حل نه کړي، خو تر يوه بريده کولای شي اقتصادي ستونزې راکمې کړي.»
اوچا وچکالي او اقلیمي شاکونه، د معیشت له منځه وړل او د افغان کډوالو په لویه کچه راستنیدل د بحران د لا زیاتولو د عواملو په توګه یاد کړي او ویلي یې دی چې د بیړنۍ لوږې کچه د تیر کال په پرتله له ۵۰ سلنې زیاته شوې ده.
یاد سازمان زیاته کړې، په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته نږدې پنځه میلیونه خلک راستانه شوي، چې په اساسي خدماتو او ځایي نفوس یې لوی فشار راوړی دی.
د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین وایي:« اړوند داخلي او خارجي ادارې بايد په ډېر لنډ وخت کې دا موضوع مديريت کړي، څو د يو بشري ناورين مخه ونيول شي. ډېر ښه به وي که وکولای شو دغه مهاجران بېرته خپلې عادي او ورځنۍ ژوند ته ورسېږوو. د دندو برابرول بايد زيات شي او په بنيادي تاسيساتو دې کار وشي.»
په ورته مهال، اقتصاد وزارت د افغانانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د اوچا له لوري له وړاندې شوې طرحې هرکلی کوي او وایي، دا ډول اقدامات کولی شي زیانمنونکې ټولنې سره اغیزناکه مرسته وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي:« «هره طرحه چې د هرې ادارې له خوا د بې وزلۍ کمولو او زموږ د ګران وطنوالو سره د مرستې په موخه وي، موږ يې هرکلی کوو، په ځانګړې توګه په هغو سيمو کې چې د سېلاب يا زلزلې له امله زيانمن شوي دي. دغه طرحه کېدای شي ګټوره او رغنده و ارزول شي.»
دا طرحه، د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنې سره، تکل لري چې له ۱۷.۵ میلیونه خلکو سره مرسته وکړي او تمرکز به یې پر هغو سیمو وي چې د وچکالۍ، ډله ییزو راستنیدو، د ناروغیو خپریدو، له زلزلې وروسته او طبیعي پیښو په څیر سختو شرایطو سره مخ دي.
لومړی نظر وکړئ on "په ۲۰۲۶ کال کې د لوږې خپرېدو او د میلیونونه افغانانو د بیړنۍ اړتیا خبرداری"