کابل کې د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د یکشنبې په ماښام د هغه لاسي بمب په وسیله شوې چې نامعلومه کسانو غورځولی دی.
ځدراڼ وایي، پېښه کې چاته زیان نهدی اوښتی.
تر اوسه د پېښې نور جزیات معلوم نهدي او مسولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
د چاودنې هدف او انګېزه هم لا معلومه نهده، خو تر دې وړاندې دغه ډول چاودنې تر ډېره پر پوځي موټرو شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل د ۱۱مې ناحیې اړوند خیرخانې سیمه کې چاودنه شوې"