ډېر ژر به د افغانستان زلزله ځپلو ته د بیات بنسټ د مرستو لېږدوونکې ۵ الوتکې راورسیږي

ډېر ژر به د افغانستان زلزله ځپلو ته د بیات بنسټ د مرستو لېږدوونکې ۵ الوتکې راورسیږي

یات بنسټ او افغان بېسیم مخابراتي شرکت د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د خپلو هڅو په لړ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش بهیر روان ساتلی دی.

د بیات بنسټ چارواکو ويلي؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د دې بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو پېنځه الوتکې افغانستان ته راورسیږي او زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

د بیات ګروپ لوی مشر ډوکټور احسان الله بیات په دې اړه ویلي: “زمونږ د مرستو پېنځه الوتکې کابل ښار ته رارسیږي، چې وېش به یې هم پیل شي. دا یو ډېر لوی کار دی او فکر کوو، چې له دوه یا درې میلیون څخه زیاتو ماشومانو ته د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه ووېشو.”

ډوکټور احسان الله بیات زلزله ځپلو سیمو ته د خپل سفر پر مهال ویلي: د هغو کسانو لپاره، چې کورونه یې ویجاړ شوي؛ داسې معیاري کورونه به جوړ کړو، چې د زلزلې په مقابل کې مقاومت ولري او د افغانستان د خلکو له کلتور او دودونو سره سم وي.

احسان الله بیات وایي: “هغه کورونه، چې بیات بنسټ او افغان بېسیم مخابراتي شرکت یې جوړوي؛ داسې کورونه دي، چې کلونه به دوام وکړي. د دې کورونو د جوړولو پلان تر کار لاندې دی او دا کار د اړوند ادارو سره پر همغږۍ پلی کوو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هغه غواړي نور سوداګر هم وهڅوي، چې د زلزله ځپلو لپاره بنسټیز کارونه وکړي.

دغه راز د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو د دې بنسټ له مرستو مننه کړې ده.

د کونړ والي مرستیال عبدالله حقاني ویلي: “مونږ له ډوکټور احسان الله بیات څخه د هغې ژمنې له کبله، چې له مونږ سره یې کړې منندوی یوو. مونږ پرې سل په سلو کې باور لرو، چې دا کار کوي. له هغو مرستو، چې هغه له زلزله ځپلو سره کړي هم مننه کوو.”

د بیات ګروپ لوی مشر پر مرستې سربیره زلزله ځپلو ته د خواشینۍ تر څنګ خواخوږي هم وړاندې کړې، چې قربانیان ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.

د کونړ زلزله ځپلی رحیم الله رحیمي ویلي: “مونږ د احسان الله بیات له خیریه بنسټ څخه ډېر منندوی یوو، چې په هره برخه کې یې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کړی دی.”

د کونړ یو بل زلزله ځپلي امین جان نومي ویلي: “مونږ ډېر خوښ یوو، چې مونږ ته مرستې چمتو کیږي.”

د یادونې ده، چې بیات بنسټ له تېرو دوه لسیزو راپدېخوا په هېواد کې له طبیعي پېښو څخه اغېزمنو ته له ټولو مخکښ مرسته رسوونکی و؛ پر بشري مرستو سربېره یې نه یوازې په بیارغونه او رغېدا کې برخه اخیستې، بلکې ټولنې ته یې ارزښتناک پوهنیز، روغتیایي او ټولنیز خدمات هم وړاندې کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډېر ژر به د افغانستان زلزله ځپلو ته د بیات بنسټ د مرستو لېږدوونکې ۵ الوتکې راورسیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*