
ژمي کې د لرګیو او سکرو د بیو له لوړېدو د هرات د اوسېدونکو شکایت
د هوا په سړېدو سره په هرات کې د لرګیو او سکرو د پلور بازار هم سوړ شوی دی.
د دغو سون توکو لوړه بیه او د ډېرو خلکو تش جیبونه، د دې بازار د سوړوالي لامل ګڼل کېږي.
د هرات د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، سږکال د تېر کال پرتله په دغه ولایت کې د لرګیو او د ډبرو سکرو بیه لوړه شوې ده.
د هرات اوسېدونکی، روح الحق داسې وايي: « له هوا د سړېدو سره د لرګيو او سکرو بیې لوړې شوې دي. که مې اقتصادي توان درلودای نو ډېر لرګي او سکاره به مې اخیستي وای. زما غوښتنه له لرګي پلورونکو دا ده چې بیې راکمې کړي، ځکه خلک پیسې نه لري او نه شي کولای لرګي او سکاره واخلي.»
د هرات یو بل اوسېدونکی، نجیب الله هم داسې وايي: « د تېرو کلونو پرتله، سږکال د لرګيو او سکرو بیې لوړې شوې دي. زموږ اقتصاد کمزوری دی او اړ یو چې لږ واخلو».
د هرات د لرګیو او سکرو د یو شمېر پلورونکو په وینا، د لارو د تړل کېدو له امله له پاکستانه د سکرو د وارداتو کموالي او د کورني لرګیو په کارولو کې محدودیت د دغو سون توکو بیه لوړوه کړې ده.
دوی وايي چې د تېر کال پرتله د یو کیلو سکرو بیه څه باندې لس افغانۍ لوړه شوې ده.
د هرات د لرګیو او سکرو پلورونکو د اتحادیې مرستیال، محمد اسمعیل بیا وايي:« اوس مهال هر څلور کیلو سکاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو رسېدلي او هیڅوک یې نه شي اخیستلی. د پاکستان لارې تړل شوې دي او لږ سکاره د قاچاق له لارې هېواد ته راوړل کېږي.»
د لرګیو او سکرو پلورونکی، عبدالقیوم امیني هم وايي: « لرګي د افغانستان له دننه دي، خو سکاره په قاچاقي ډول له پاکستانه راوړل کېږي. ځکه چې قاچاقي واردات هم درېدلي، د سکرو بیې نورې هم لوړې شوې دي.»
د هرات ځایي مسوولان وايي چې په ژمي کې به سون توکو د احتکار او ګران پلور مخه ونیسي.
د هرات ښاروالۍ د ویاند په وینا، د دې ادارې کارکوونکي هره ورځ د لرګیو او سکرو د پلور پر بازارونو څارنه کوي.
د هرات ښاروالۍ ویاند، ناصر ارمل خپل دریځ دا ډول څرګندوي: « د سونتوکو او لومړنیو موادو د بیو په تړاو یو نرخلیک جوړ شوی او زموږ ټیمونه په دوامداره توګه په بازارونو کې پر بیو څارنه کوي. هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د نرخلیک خلاف، سونتوکي په لوړه بیه وپلوري.»
په زمي کې په هرات ښار کې د برېښنا د کموالي او پرله پسې پرچاوۍ له امله، ډېر خلک خپل کورونه په لرګیو او سکرو ګرموي.
د هرات د ځينو اوسېدونکو په وینا، بېوزلۍ او بې روزګارۍ یې پر ژوند سیوری غوړولی او په ژمي کې په لوړه بیه د لرګیو او سکرو د پېرلو توان نه لري.
لومړی نظر وکړئ on "ژمي کې د لرګیو او سکرو د بیو له لوړېدو د هرات د اوسېدونکو شکایت"