ګڼ شمېر مهم ستورپوهان اوس دا نه پوښتي، چې ایا په کائناتو کې ژوندي مخلوقات شته او که نه؟ دوی اوس یوازې دې ته په تمه دي چې کله به یې مومي؟
ګڼ شمېر نور بیادې ته خوشحالېږي، چې په نژدې راتلوونکې کې به لېرې پرتو ستورو او سیارو کې د ژوند نښې وموندل شي او له دې نژدې راتلونکي څخه یې هدف زموږ د ژوند کلونه دي.
یو ساینس پوه، چې مشتري ته د ماموریت استولو لارښونه پر غاړه لري، یاده موضوع کې تر دې حده مخ ته تللی چې وايي، دا به ډېره عجیبه وي چې د دې لویې سیارې په کنګل شویو قمرونو یا سپوږمیو کې د ژوند لپاره اړین ګازونه نه وي.
د امریکا فضايي ادارې ناسا فضايي ټیلسکوپ جیمز – وب له شمسي منظومې بهر په یوه سیاره کې د ژوند نښې موندلې دي او دوی د ډېرو نورو سیارو ارزونه هم کوي.
د ژوند موندلو لپاره ډېری ماموریتونه کېدای شي وار له مخه پیل شوي وي یا هم د پیلېدو په حال کې وي او دا به د بشر تر ټولو لویې څېړنې او لاسته راوړنې وي.
د اسکاټلنډ ستور-پېژندونکی کاترین هیمانز په دې هکله وايي:”موږ په یوه ستره او حد نه لروونکې نړۍ کې ژوند کوو، د بې شمېره ستورو او سیارو ترمنځ او دا ډېرو کسانو ته معلومه ده چې په کائناتو کې موږ یوازینی ځېرک مخلوق نه یو. دا وايي:”
“موږ اوس ټیکنالوژي او وړتیا لرو چې دې پوښتنې ته ځواب ووایو، ایا موږ په کائناتو کې یوازې یوو او که نه؟”
ټیلسکوپونه اوس کولی شي د سیارو په چاپېریال کې هغه کیمیاوي ذرات یا نښې ومومي او تحلیل یې کړي، چې د ژوندیو مخلوقاتو له کبله تولید شوي وي.
پروفیسور نیکو مادهاسودهان وړاندوینه کوي، چې په پنځو کلونو کې به په نورو سیارو کې د ژوند په اړه زموږ په پوهه کې “لوی بدلون” راشي.
ناسا په پام کې لري، چې د استوګنې وړ ځمکو څارونکی یا اېچ ډبلیو اوو (HWO) په نوم ټیلسکوپ په ۲۰۳۰ کال کې فضا ته واستوي.
دا ډېر پرمختللی ټیلسکوپ دی، د هغو مرکزي سیارو تر ممکنه کچې کموي، چې له نورو ستوریو ګرد چاپيره ګرځي.
د همدې لسیزې په کلونو کې نور پرمختللي ټیلسکوپونه هم په پام کې نیول شوي، چې د ستوریو نور او چاپېریال په ډېر ښه توګه ارزولی شي.
دغه ټیلسکوپونه داسې چمتو شوي، چې د کیمیاوي ذراتو پر مټ له سیارو انعکاس شوي نور کې کیمیاوي مواد تشخیصوي.
کور ته نږدې
پداسې حال کې چې یو شمېر څېړونکي د لېرې سیارو په اړه څېړنې کوي، یو شمېر نور یې بیا خپله دننه شمسي منظومه کې د ژوند لټون کوي.
کارپوهان وايي، زموږ په شمسي منظومه کې تر ټولو زیات د ژوند امکان د مشتري په کنګل شوې ستوري کې دی.
دا یوه ښکلې کره ده، چې پر مخ یې لوې کرښې یا درځونه شته دي او تر کنګل لاندې سمندر یا اقیانوس لري چې د اوبو بخار یې فضا ته راوځي.
د ناسا د کلیپر ماموریت او د اروپا د فضایي ادارې څېړونکی جوس به د ۲۰۳۰ کال په لومړیو کې هلته ورسېږي.
کله چې له څېړونکې میشل داګرتي څخه وپوښتل شول، چې د مشتري په کنګل شوي ستوري کې د ژوند د نښو موندل شونې دي؟
په ځواب کې یې وویل:”دا به د حیرانتیا خبره وي که چیرې د مشتري په کنګل ستوري کې د ژوند نښې نه وي.”
بلخوا مریخ اوس مهال د ژوندیو موجوداتو لپاره د استوګنې وړ چاپیریال نه دی، خو ستورپوهان په دې باور دي چې دا سیاره یو وخت له اوبو څخه ډکه وه، یوه ګرمه فضا یې درلوده او کېدای شي د ژوندیو مخلوقاتو کوربه به وه.
هوښيار ژوندي
ایا دا شونې ده، چې فضايي مخلوقات دې هم زموږ په لټه کې وي؟ ساینس پوهان دا یوه ساینسي کیسه ګڼي او ډېر احتمال نه لري، خو د نورو سیارو د راډیويي سیګنالونو لټون له لسیزو راهیسې روان دي.
د یاد لټون لپاره یوه هم ستي یا له ځمکې بهر د هوښیارو مخلوقاتو لټون په نوم یوه موسسه ده چې کار کوي. د جیمز-وب په څېر د ټیلسکوپونو وړتیا او لټون له ستي سره مرسته کوي، چې د خپل لټون لپاره په ځانګړو ځایونو تمرکز وکړي.
له ځمکې بهر د راډیو سیګنالونو تر لاسه کول تر ډېره ممکن نه ښکاري خو ستور پوهان له خپلو څېړنو او لتوڼ څخه لاس نه اخلي.
د ستي یوه مشره ناتالی کابرول وايي، موږ دېرش کاله مخکې د ډېرو سیارو په اړه چې د ستارو په شاوخوا ګرځي معلومات نه درلودل، خو اوس شاوخوا پنځه زره دا ډول سیارې پېژندل شوې او څېړونکي له ډېرو جزئیاتو سره هغه مطالعه کولی شي.
د کارډیف پوهنتون څېړونکی سابهاجیت سارکر وايي، د کشف لپاره ټولې لومړنۍ چارې ترسره شوې، چې دا یو علمي او له باوره لرې پرمختګ دی.
دی زیاتوي:
“که موږ د ژوند نښې پیدا کړو، دا به په ساینس کې یو انقلاب وي، او همدارنګه د انسان په بنسټیز لیدلوري کې چې د ځان او کائناتو په اړه یې لري یو لوی بدلون به وي.”
لومړی نظر وکړئ on "ولې په کائناتو کې د ژوندیو مخلوقاتو شتون اوس یوازې د وخت خبره بلل کېږي؟"