کابل او تاشکند غواړي د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسوي

💬0
منبع

کابل او تاشکند غواړي د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسوي

د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌ییف ویلي چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي سره یې په انلاین ویډیويي غونډه کې پنځه میلیارده ډالرو ته دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړېدو او ترجیحي سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي چې دواړه هېوادونه دې هدف ته د رسېدو اراده لري او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې به د ترانسپورت، ترانزیت، سوداګرۍ او د درملو د وارداتو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي ویلي: «زموږ سوداګري د ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې وه او نن الحمدالله د دواړو هېوادونو د ارادې له امله یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. زه ډاډه یم چې ترجیحي سوداګري چې د دواړو لوریو له خوا لاسلیک شوې، د افغانستان له لوري ۸ قلمه او د اوزبېکستان له لوري ۶ قلمه توکي پکې شامل دي، او موږ غواړو چې د هغې عملي پروګرام ژر تر ژره جوړ کړو.»

جمشید خواجه‌یف همداراز ویلي چې په دې خبرو کې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو او د افغانستان د پلاوي د راتلونکي سفر لپاره د چمتووالي په اړه هم د نظر تبادله شوې ده.

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د کابل او تاشکند ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او د دې اړیکو د لا پراختیا لپاره پراخ فرصتونه شته.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي رییس، محمدولي امیني وايي: «موږ له اوزبېکستان سره ښه او مخ پر زیاتېدو اړیکې لرو او د سوداګرۍ اوسنی وضعیت نږدې ۱ اعشاریه ۵ یا ۱ اعشاریه ۶ میلیارده ډالره دی، او وړاندوینه کېږي چې دا به ۴ تر ۵ میلیارده ډالرو پورې لوړ شي. دا زموږ له سترو او مهمو موخو څخه ده چې باید ورته ورسېږو.»

ورته مهال، د کرنې او مالدارۍ خونې اجراییوي رییس، وسیم صافی وايي: «اوزبېکستان د نساجۍ فابریکې لري خو پنبې ته اړتیا لري. نو که هغوی وغواړي له موږ سره کار وکړي، زموږ خصوصي سکتور چمتو دی چې له هغوی سره قراردادي کرنه وکړي. د هلمند په شمال او هغو ولایتونو کې چې پنبه تولیدوي، کولای شو باکیفیته پنبه تولید او صادر کړو.»

تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزیرهم له خپل ازبېکستاني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د افغان‌ټرانس پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو د پیل په اړه خبرې کړې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل او تاشکند غواړي د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*