کابل اوسېدونکي: د درملو له لوړې بیې او بېلابېلو ناروغیو تنګ شوي دي

نن سبا پلازمېنه کې د ناروغیو زیاتوالي او ورسره جوخت د درملو د بیو زیاتوالي خلک په تنګ کړي دي.

کابل مېشتي له عامې روغتیا وزارته غواړي، چې په ټولو درملتونونو کې د درملو د بيو یو شان کېدو ته جدي پام وکړي.

شېرالله له پروانه د کابل یوه روغتون ته راغلی چې د خپل اته میاشتني زوی ناروغیو درملنه وکړي.
  
هغه وايي، له یوې میاشتې راهیسې یې خپل زوی بېلابېلو ډاکټرانو ته بیولی، خو لا یې هم ماشوم نه دی روغ شوی.  

شېرالله  د کابل په درملتونونو کې د درملو له لوړې بیو هم شکایت کوي.

د ناروغ ماشوم پلار، شېرالله په دې اړه داسې وايي: « یوه درملتون ته چې ځې درمل په یوه بیعه وي، چې بلې ته ځې په بله بیعه وي، نو په دې اړه باید و وایم چې د درملو په برخه کې ډېره قیمتي ده.»

یوشمېر نور ناروغ لرونکي وایي، چې اړوندې ادارې په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت باید د هېواد په ټولو درملتونونو کې د درملو د بیو یو شان کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

ناروغ‌ لرونکی، رحیم ګل په دې اړه وايي: « شخصي روغتونونو ته خو چې ولاړ شې ډاکټران خپل فیس جلا حسابوي، د لابراتوار جلا حساب دی او درملو جلا حساب دی. په درملو سوداګري کوي.» 
  
یو بل ناروغ‌ لرونکی، شېرزی هم وايي: « هغو درملتونونو ته دې ولاړ شي چې قیمتونه پکې لوړ دي او هرڅه دې ورته سټنډرډ یا معیاري کړي. دلته له چا سره پیسې نه شته، له چا به یې پور کړی وي چې د خپل اولاد درملنه وکړي او ته ترې بیا دوه چنده پیسې واخلې.»
 
د ژمي موسم په پیلېدو او د هوا په سړېدو سره، په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا پر زیاتېدو سربېره، ناروغیو هم ډېرې شوي دي.  

ډاکټر صادق ظاهرزی داسې وايي: « د هوا له سړېدو سره چې موسمي ناروغۍ، نزله، زوکام او ان شدید سینه بغل زیات شوی، چې د ناروغانو ګڼه ګوڼه دومره زیاته ده چې موږ د بستر لپاره ځای هم نه لرو.»

د عامې روغتیا وزارت د طلوع‌نیوز خبریال د پرله‌پسې اړیکو سربېره، پلازمېنه کې د بېلابېلو ناروغیو د زیاتوالي په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل اوسېدونکي: د درملو له لوړې بیې او بېلابېلو ناروغیو تنګ شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*