کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد طرحه بشپړه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د رالېږدولو طرحه بشپړه او بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.

د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په علومو اکاډمۍ کې له اوبیزو سرچینو د ښې ګټنې په تړاو پروګرام کې له اوبیزو سرچینو پر ښې ګټنې او هېواد کې د کرنې پر میکانیزه کېدو ټينګار کړی دی.

عبداللطیف منصور و ویل: « دغه موضوع مو د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړې ده. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې کندهار کې وو او دا مسله مو له حضرت امیرالمومنین سره جدي یاده کړه. د کابل خلک د اوبو کمښت له امله کوچېدو ته اړ شوې دي. هغه موږ سره ژمنه وکړه چې منطوروم یې تاسو کار پیل کړئ.»

دغه غونډه کې د ریاست الوزرا د دفتر او بهرنیو چارو وزارت استازو هم د اوبیزو سرچینو پر اهمیت او مدیریت ټینګار وکړ او له څېړونکو او فعالانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاتې څېړنې وکړي. سیند

د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس ویلي، سرپرست حکومت له هغو سیندونو په ګټنې چې په پولو کې موقعیت لري له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د عادلانه وېش په برخه کې همکاري کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس، محب الله وثیق و ویل: « د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو سره د پولې تېرېدونکو اوبو د معقول او عادلانه وېش پر بنسټ د همکارۍ پر لور ځینې لومړني ګامونه پورته کړي دي. اسلامي امارت په دې باور دی چې اوبه هم لکه د نښلون نورې سرچینې کولای شي د ظرفیتونو سپړلو لپاره افغانستان او ګاونډي هېوادونه سره نږدې کړي.»

د ریاست الوزرا د دفتر ریاست مرستیال، عبدالستار سعید و ویل: « څېړنیز بنسټونه باید تر ځمکې لاندې اوبو مدیریت ته لومړیتوب ورکړي او اړوند وزارتونه دې هم د کارپوهانو دغه سپارښتنې پلي کړي.» سیند

د څښاک اوبو کموالی د پلازمېنې د اوسېدونکو نوې ستونزه نه ده، بلکې کلونه کیږي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.
سره له دې چې په ځلونو د دې ستونزې د حل لپاره هڅه شوې، خو لا هم په بنسټیزه توګه نه ده حل شوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد طرحه بشپړه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*