
کابل ته له ایرانه راستانه شوي خوړو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي
د کابل په پنډغالي کې له ایرانه تازه را ایستل شوي وایي، پر وخت او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
دوی وایي، له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو توان نه لري.
له ایرانه را ایستل شوی، میر احمد وایي: «په دې ګرمه هوا کې ستونزې ډېرې دي. زما ماشومانو یوازې د شپې خواړه وخوړل، نور هیڅ نه شته. څوک نشته چې د بې وزلو او کډوالو فریاد واوري.»
بل را ایستل شوي، شاه محمود و ویل: «دې پنډغالي کې تر اوسه هېڅ خواړه نه دي راکړل شوي، نه پوهیږم چې راتلونکي کې به څه راوړي که نه.»
په ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو او د اقتصاد وزارتونه وایي، د راستنېدونکو لپاره د خدمتونو برابرولو هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري و ویل: «موږ له نړۍوالو بنسټونو او له ملي سوداګرو او پانګوالو سره په مستقیم او دوامدار تماس کې یو، څو وکولای شو د خپلو کډوالو ستونزې کمې کړو.»
له ایرانه د کډوالو د را ایستلو لړۍ په چټکېدو سره ګڼو مرستندویه بنسټونو دغو راستنېدونکو سره پر بېړنیو مرستو ټینګار کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "کابل ته له ایرانه راستانه شوي خوړو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي"