یونیسف ویلي: اوبـو ژوند دی. د چټکې ښاري کېدا او د اقلیمي بدلون له کبله به تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل د ځمکې لاندې اوبه له منځه ولاړې شي. که مونږ اوس عمل ونکړو، بیا نشو کولی دا بهیر ودروو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، افغانستان د اوبـو له سخت کمښت سره مخ دی او که دې ستونزې ته پاملرنه ونشي؛ تر ۲۰۳۰ ز. کال پورې به د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه له منځه ولاړې شي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د سېشنبې پر ورځ ( د لړم اتمه) د ایکس په یوه څرګندونه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشرې روزا اوتنبایوا او د یونیسف مشرې تاج الدین اویواله د کابل ښار په یوه سیمه کې د اوبو رسولو شبکې څخه لیدنه وکړه او په دغه ښار کې یې د اوبو د کمښت له رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.
یونیسف ویلي: اوبه ژوند دی. د چټکې ښاري کېدا او د اقلیمي بدلون له کبله به تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل د ځمکې لاندې اوبـو له منځه ولاړې شي. که مونږ اوس عمل ونکړو، بیا نشو کولی دا بهیر ودروو.
په کابل ښار کې د نفوسو چټکه وده، د غیر پلان شویو او غیر معیاري لوړ پوړو ودانیو جوړول، د ښاري ډیزاین چوکاټ ته له پام پرته د ښار پراختیا او د کابل ښار په ځینو برخو کې د ښاریانو لخوا د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه زیاته ګټه اخیستل په دې ښار کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمیت او کیفیت د له منځه وړلو لاملونه دي.
په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه له ډېرې مودې راپدېخوا شته؛ خو په وروستیو کلونو کې دا ستونزه پراخه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي وه، چې په کابل کې د اوبو د کمښت د ستونزې د اواري لپاره د پنجشېر له سیند څخه پلازمېنې کابل ته د اوبـو د لېږدولو پر پروژې کار روان دی
لومړی نظر وکړئ on "کابل ښار به تر ۲۰۳۰ ز. کال پورې د اوبـو له سخت کمښت سره مخ شي"