کابل ښار کې د نیالګي کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

💬0

کابل ښار کې د نیالګي کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

دا کمپاین د کابل ښاروالي له لوري پیل شو چې مسوولینو یې په‌کې د نیالګیو کېنولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښاروالۍ د ونو له کېنولو سره سره د ښار شاوخوا د شنه کمربند د جوړولو کار هم روان کړی چې میلیونونه ونې او ګلان په‌کې شامل دي.

کابل ښاروالي د اوبو کمښت ته په اشارې وايي، هڅه کوي چې د تصفیې خونو په جوړولو سره به ونو او بوټو ته کافي اوبه برابرې کړي.

 د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رییس، عبدالوکیل متوکل وویل: «د اوبو سطحه ورځ تر بلې ټیټېږي، نو د کابل ښاروالۍ داسې یو پلان جوړ کړی چې هغه اوبه چې له لوړو ودانیو او کورونو څخه بهر کېږي، ضایع نه شي؛ بلکې تصفیه شي او بوټو ته ورکړل شي.»

دغه راز، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال، محمد خالد سجستاني وویل: «موږ هوډ لرو چې په شنه کمربند او د ښار په ټولو برخو کې شنې فضاوې رامنځته کړو. تاسو پوهېږئ چې هر کال په ښار کې سلګونه سړکونه جوړېږي او د هغو سړکونو په ډیزاین کې یوه مهمه برخه شنه فضا ده. ان‌شاءالله د دې سړکونو په جوړېدو سره به شنې سیمې هم زیاتې شي.»

د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، سږکال به په ټول کابل کې  یو میلیون نیالګي او بوټي کېنوي.

هغوی زیاته کړه چې د ښاروالۍ تر څنګ باید خلک هم د ونو د کېنولو او ساتنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

 د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رییس، ولي‌ګل جواد وویل: «تېر کال موږ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو میلیون څخه زیات مثمر او غیر مثمر نیالګي کښېنول او سږ کال هم د کابل ښاروالۍ پلان لري چې له خپلو قوریو څخه د کابل په بېلابېلو سیمو کې نور نیالګي کښېنوي.»

همدارنګه، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال، شرف‌الدین مسلم وویل: «که هر کس او هر کور هڅه وکړي چې یو نیالګی کښېنوي، دا شمېر به میلیونونو ته ورسېږي. که دا کار هر کال تکرار شي، نو دا به میلیونونو ته ورسېږي؛ له دې سره به ثواب هم تر لاسه شي، چاپېریال به پاک شي او د کابل ښکلا به هم زیاته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په ټول هېواد کې د نیالګي کېنولو کمپاین پیل کړ او اعلان یې وکړ چې سږکال به په هېواد کې نږدې ۱۸.۹ میلیونه نیالګي کېنول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل ښار کې د نیالګي کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*