کابل ښاروالي ښار کې د پتې‌ موندلو لیکدړې لګوي

کابل ښاروالي ښار کې د پتې‌ موندلو لیکدړې لګوي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي، غواړي ښار په نورو برخو کې هم د پتې موندلو لیکدړې ولګوي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي طلوع‌نیوز ته ویلي، د پتې موندلو د رسمي لیکدړو لګولو بهیر په  لړ کې، تر اوسه د دهن‌باغ، شهرنو او دارالامان سړک په ګډون د کابل ښار په ۱۲ سیمو او سړکونو کې ۱۵۸ لیکدړي لګول شوي دي.

هغه زیاتوي، د دغه بهیر په دویم پړاو کې به په پاتې نورو برخو کې هم ۷۵ لیکدړې ولګول شي.

هغه وویل: «په دویم پړاو کې به شاوخوا پنځه اویا نورې سترې لوحې د اصلي او فرعي سړکونو پر اوږدو کې ولګول شي، تر څو ښاریان او تکسي‌چلوونکي د پتې موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.»

د بارکزي په خبره، د لویو لیکدړو تر څنګ، په کوڅو او فرعي سړکونو کې هم د لیکدړو یا لوحو د لګولو بهیر روان او تر اوسه په ۱۱ ناحیو کې بشپړ شوی دی.

هغه زیاتوي، نوي ټاکل شوي ادرسونه به د ګوګل په نقشه کې هم ور زیات شي.

بارکزي په دې اړه وویل: «په ۱۴۰۴ کال کې به لومړۍ، دوهمه، اوومه، یولسمه او اولسمه ناحیو کې په رسمي ډول دغه نښانونه ولګول شي، د اوسني پلان له مخې، دا بهیر به په راتلونکو کلونو کې نورو سیمو ته هم وغځول شي.»

ورته مهال، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم دقیقه پته یا ادرس مهم بولي او له کابل ښاروالۍ غواړي چې دا بهیر د ښار په ټولو برخو کې پلی کړي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي ادریس په دې اړه وویل: «خلک به نه سرګردان کیږي، مثلاً هغه کسان چې له ولایتونو راځي، د لارښود اړتیا به نه لري او کولی به شي چې د همدې لیکدړو له مخې به خپل مسیر ومومي.»

د کابل اوسېدونکي په تېرو کلونو کې د رسمي او څرګندو پتو یا ادرسونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس تمه ده چې د ښار په ټولو برخو کې د پتو د رسمي لیکدړو د بهیر په بشپړېدو سره به دا ستونزه هواره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل ښاروالي ښار کې د پتې‌ موندلو لیکدړې لګوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*