
کابل ښاروالۍ نږدې ۲۰ زره ګرځنده پلورونکي ثبت کړي
د کابل ښاروالۍ وايي، د پلازمېنې په پنځو سیمو کې د ګرځنده پلورونکو لپاره د سرپټو بازارونو د جوړولو بهیر دوام لري.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي، تر اوسه نږدې ۲۰ زره ګرځنده پلورونکي له دې ادارې سره ثبت شوي دي.
هغه وویل: «هڅه کوو چې د ګرځنده پلورونکو کره شمېر معلوم کړو او د همدې شمېر له مخې د کابل ښار په پنځو ټاکلو سیمو کې ورته بازارونه تنظیم او جوړ شي.»
خو په حضوري چمن کې لا هم ګڼ شمېر دوکانونه او غرفې تړلې دي او یو شمېر دوکانداران هڅه کوي خپل توکي له دې ځایه وباسي. د حضوري چمن ګرځنده پلورونکي او دوکانداران وايي، له شپږو میاشتو څخه په ډېر وخت تېرېدو سره هم دغه بازار لا تر اوسه تمه شوې رونق نه دی موندلی.
دوکاندار شاهمحمد وویل: «خلکو دلته ډېر لګښت وکړ، دوکانونه یې جوړ کړل او خپل مالونه یې راوړل، خو د پېر لپاره هېڅوک نه راځي او بازار هېڅ رونق نه لري.»
بل دوکاندار، جمشید وویل: «زموږ دوکانونه د سړک جوړولو له امله ونړول شول او موږ یې دې ځای ته ولېږدوو. هر چا پر خپل دوکان له ۳۰ تر ۵۰ زره افغانیو پورې لګښت کړی، خو نه پېر شته او نه پلور.»
یوه بل دوکاندار نورحسن، وویل: «هغه مالونه چې څو میاشتې مخکې مو راوړي وو، لا هم نه دي پلورل شوي. هېڅ کاروبار نشته او د خلکو لګښتونه بېګټې پاتې شوي دي.»
دوکاندار ضیاالدین هم وویل: «خلکو په چمن کې غرفې جوړې کړې، خو ډېری یې لا هم په ښار کې کاروبار کوي.»
یو شمېر نور دوکانداران له کابل ښاروالۍ غواړي چې یا دې ټول لاسپلورونکي همدې ځای ته ولېږدوي، څو بازار رونق ومومي، او یا دې دوی ته اجازه ورکړي چې له اوسني ځایه بل مناسب ځای ته ولاړ شي او خپل کاروبار ته دوام ورکړي.
دوکاندار مزمل وویل: «له ښاروالۍ غواړو چې ټول لاسپلورونکي له سړکونو راټول او همدې چمن ته یې راولي، څو بازار ژوندی شي.»
ګرځنده پلورونکي امانالله وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت موږ ته یو ټاکلی ځای وټاکي، که په ښار کې وي او که په کارتهنو کې، څو خپل توکي وپلورو او د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو.»
بل لاسپلورونکي، فواد وویل: «موږ ته داسې ځای وټاکي چې د پېر او پلور بازار ولري، او که نه، نو له دې چمنه دې هم وباسي.»
په حضوري چمن کې دوکاندار محمدنبي وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې همدلته بازار ته رونق ورکړل شي. خلک له څو میاشتو راهیسې دلته ناست دي، خو هېڅ کاروبار یې نه دی کړی او یوازې یې تاوان کړی دی.»
حضوري چمن ته د ګرځنده پلورونکو د لېږد موضوع د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۴مه لومړی ځل په رسمي ډول اعلان شوه. څو میاشتې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د وري په ۲۲مه، د اسلامي امارت مشر کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د ګرځنده پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي، هغوی ثبت او فعالیتونه یې تنظیم کړي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل ښاروالۍ نږدې ۲۰ زره ګرځنده پلورونکي ثبت کړي"