
کابل کې د افغانستان د زرګرۍ صنعت لومړنی نندارتون پرانیستل شو
د افغانستان د زرګرۍ صنعت لومړنی نندارتون د دغه صنعت د ظرفیتونو د معرفي کولو، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د زرګرۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه په کابل کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د زرګرۍ صنعت د هېواد له مهمو اقتصادي برخو بللی او وایي، د دغه صنعت لپاره د ځانګړي ځای په جوړولو، د پرمختللو وسایلو په برابرولو او د مسلکي کادرونو په پیاوړتیا سره افغانستان کولی شي په دې برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، وویل: «افغانۍ طرحې باید په افغانستان کې دود شي. زما غوښتنه دا ده چې د نړۍ په کچه غوره ډیزاینران په خپله افغانستان کې وروزو او زموږ د زرګرانو په واک کې یې ورکړو. موږ باید پرمختللي ماشینونه ولرو او افغانستان د زرګرۍ په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسوو.»
یعقوب مجاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس، وویل: «په هېواد کې د دغه نندارتون جوړول د زرګرۍ صنعت د ودې، ظرفیتونو او محصولاتو د معرفي کولو، د بازارونو د پراختیا، پانګونې او کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام دی.»
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست هم وایي، د افغانستان وده او شتمنېدل د ایران په ګډون د سیمې د هېوادونو په ګټه دي او هیله څرګندوي چې ایراني شرکتونه د افغانستان د زرګرۍ صنعت په راتلونکو نندارتونونو کې ګډون وکړي.
عليرضا بېکدلي، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، وویل: «نن که ستاسو د اسمان ورېځې له باران ډکې وي او ستاسو غرونه په واورو پوښلي وي، زموږ خلک به هم پرېمانه اوبه ولري. دا د خدای غوښتنه ده چې زموږ او ستاسو ژوند له یو بل سره تړلی وي.»
په همدې حال کې، د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس وایي، د زرګرۍ د محصولاتو لویه برخه په هېواد کې دننه تولیدېږي؛ خو د دغه صنعت د پراختیا لپاره زرګران لا ډېر ملاتړ، پرمختللو وسایلو او د صادراتو لپاره اسانتیاوو ته اړتیا لري.
محمدبشیر احسانزاده، د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس، وویل: «موږ پراخ ملاتړ ته اړتیا لرو، ځکه سره زر زموږ ملي شتمني ده. هر څومره چې د زرګرۍ صنعت ځانبسیاینې ته ورسېږي، هماغومره کولی شو خپله ملي شتمني وساتو.»
په دغه نندارتون کې د سرو زرو د ګاڼو تولیدوونکو شرکتونو په ۲۶ غرفو کې د افغانستان په طرحو جوړ شوي بېلابېل د سرو زرو زیورات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
فیصل حقیقت، غرفهوال، وویل: «زموږ لپاره د دغه نندارتون ګټه دا ده چې خپل کورني تولیدات خلکو ته وښیو، څو خلک وویني چې موږ په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.»
عزیزالله امین، یو بل غرفهوال، وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د زرګرۍ صنعت ته ډېره پاملرنه وشي او پانګونه پکې وشي. موږ ژمنه کوو چې په راتلونکو دوو یا درېیو کلونو کې به د وارداتو پر ځای صادرات وکړو.»
افغانستان د سرو زرو په ګډون د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پام وړ زېرمې لري او اوس مهال د تخار، بدخشان، پنجشېر او نورستان په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې له دغو زېرمو استخراج او استفاده کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د افغانستان د زرګرۍ صنعت لومړنی نندارتون پرانیستل شو"