
کابل کې د بانکدارۍ په اړه کنفرانس جوړېږي
د افغانستان د بانکونو ټولنه وايي، ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې به کابل کې د بانکدارۍ په اړه یو مهم کنفرانس جوړ شي.
د دغې ټولنې اجراییوي رییس زیاتوي چې دا کنفرانس د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو په همغږۍ جوړېږي او موخه یې د بانکدارۍ ښهوالی، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د لارو چارو ارزونه، له خصوصي سکټور سره همغږي او د اسلامي بانکدارۍ دودول دي.
د افغانستان د بانکونو ټولنې اجراییوي رییس نجیبالله امیري وویل: «د دې کنفرانس بله موخه د الکترونیکي او ډیجیټلي بانکدارۍ پرمختګ دی. دا د افغانستان د بانکدارۍ سکټور یوه بله لاستهراوړنه ده چې په دې کنفرانس کې به پرې بحث وشي. نن ورځ ډیجیټلي بانکدارۍ بانکي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی او افغانستان باید په دې برخه کې پرمختګ وکړي.»
د افغانستان د بانکونو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په دې کنفرانس کې به د هېواد ټول سوداګریز بانکونه، یو شمېر وزارتونه د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو په ګډون، خصوصي سکټور او نړیوال شریکان د نړیوال بانک او یوناما په ګډون، ګډون وکړي.
د پیسو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو زیاتول او له بهرنیو بانکونو سره د همغږۍ ښهوالی هغه نورې موضوعګانې دي چې په دې کنفرانس کې به وڅېړل شي.
د افغانستان د بانکونو ټولنې اجراییوي رییس نجیبالله امیري زیاته کړه: «د پیسو په لېږد کې د لا ډېرو اسانتیاوو په اړه به هم ځانګړی ګردی مېز جوړ شي. موږ د نړیوال بانک استازي او نور نړیوال همکاران رابللي دي. که څه هم ډېرې ستونزې نشته، خو پر دې موضوع به هم بحث وکړو.»
اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۱ بانکونه فعالیت کوي.
د دغو بانکونو فعالیتونه د افغانستان بانک له لوري تنظیمېږي.
که څه هم د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغانستان بانکي خدمتونه له ځینو ستونزو سره مخ شول، خو اوس دغه خدمتونه تر ډېره بریده ښه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د بانکدارۍ په اړه کنفرانس جوړېږي"