
کابل کې د برېښنا له پرچاویو شکایتونه؛ برېښنا شرکت وایي ستونزه موقتي ده
د برېښنا پرچاوی په کابل کې نوې ستونزه نه ده؛ بلکې هر کال د اوړي او ژمي په موسمونو کې زیاتیږي او د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کوي.
د کابل اوسېدونکي وایي، په وروستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوی یو ځل بیا زیات شوی او له مسوولینو غواړي چې دغه ستونزه په بنسټیز ډول حل کړي.
دوی وایي، د دې وضعیت دوام، په ځانګړي ډول د کال په تود موسم کې، کورنیو ته ګڼې ستونزې جوړوي.
د کابل اوسېدونکي مجید و ویل: «په کابل کې د برېښنا پرچاوی زیات شوی. د اوړي له پیل سره، له بده مرغه برېښنا راکمه شوې او موږ په ورځ کې یوازې درې ساعته برېښنا لرو. که هوا نوره هم توده شي او برېښنا نه وي، له جدي ستونزو سره به مخ شو.»
د کابل بل اوسېدونکي، ضیا و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وشي. باید د برېښنا د بندونو او لمریزې انرژۍ له لارې د برېښنا تولید زیات شي او خلکو ته په هره ممکنه لاره دوامداره برېښنا برابره شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د برېښنا پرلهپسې پرچاوی کولای شي پر اقتصادي فعالیتونو، پانګونې او د خلکو پر معیشت منفي اغېزې وکړي.
اقتصادي شنونکي ذبیحالله اسلامي و ویل: «باید له بېلابېلو سرچینو، لکه د اوبو، لمر او باد له انرژۍ ګټه واخیستل شي او د برېښنا تولید په منظم ډول مدیریت شي څو د تولید، صنعت او د خلکو په ورځني ژوند کې ستونزې رامنځته نه شي.»
بلخوا، د افغانستان برېښنا شرکت د ستونزې په تایید سره ډاډ ورکړی چې د دې ادارې تخنیکي ډلې د ستونزو د هواري او د برېښنا رسونې بهیر د ښهوالي لپاره کار کوي او د پرچاویو د کمولو هڅې روانې دي.
د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست و ویل: «په دې اوونۍ کې د توپانونو، بارانونو او سختو بادونو له امله په موقتي ډول د برېښنا پرچاوی رامنځته شوی، خو دا جدي ستونزه نه ده. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ژر به عادي حالت ته را وګرځي.»
که څه هم په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د کورنۍ برېښنا د تولید لپاره ډېرې هڅې شوي، خو افغانستان لا هم د برېښنا د تولید له ګڼو سرچینو سره سره د کمښت او پرچاویو له ستونزې سره مخ دی.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د برېښنا له پرچاویو شکایتونه؛ برېښنا شرکت وایي ستونزه موقتي ده"