
کابل کې د جون ۱۴مه، د وینې ورکولو نړۍواله ورځ ونمانځل شوه
نن (یکشنبه) د جون ۱۴مه د وینې ورکولو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
کابل کې د وینې د ورکړې په اړه د عامه پوهاوي په موخه جوړې شوې غونډه کې د وینې ملي بانک مسوولینو ویلي چې په تېر کال یې د څه باندې ۶۹۹ زره کسانو د وینې ګروپونه مشخص کړي دي.
د وینې ملي بانک امر څرګنده کړې چې په همدې موده کې د هېواد په کچه له ۲۲۷ زره کڅوړو څخه زیاته وینه په رضاکارانه ډول راټوله شوې ده.
د وینې ملي بانک امر، نیازګل نیازمند وویل: «په رضاکارانه ډول ۲۲۷ زره او ۵۱۷ پاینټه وینه د وینې بانک ته ورکړل شوې ده چې له دې ډلې ۲۰۹ زره او ۳۳۷ ناروغانو ته د وینې سره کرویات او ۴۴ زره او ۷۵۴ کسانو ته سپین کرویات وېشل شوي دي.»
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال د وینې د ورکړې په اړه د عامه پوهاوي لپاره د وزارت له هڅو ډاډ ورکړی او په ټولنه کې یې د وینې ورکولو د فرهنګ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال، عبدالولي حقاني وویل: «زه په ځانګړې توګه له ځوانانو، محصلینو، د امارتي او خصوصي ادارو له کارکوونکو، دیني عالمانو او د ټولنې له روغو وګړو غواړم چې د وینې د رضاکارانه ورکړې فرهنګ ته وده ورکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس، وحدت الکوزي وویل: «په ټولنه کې د وینې ورکولو په اړه ځینې ناسم باورونه خپاره شوي چې ګواکې وینه ورکول زیان لري؛ خو د دغو ناسم باورونو برعکس، د وینې ورکول د انسان د روغتیا لپاره ګټور دي.»
یو شمېر هغه کسان، چې د غونډې له پای ته رسېدو وروسته یې وینه ورکړه، له ټولو هېوادوالو غوښتنه غواړي چې د وینې په ورکړې سره د اړمنو هېوادوالو ژوند وژغوري.
فېروز وویل: «د وینې ورکول روغتیا ته ګټه رسوي، له همدې امله زه هم تل له ناروغانو سره مرسته کوم او هغوی ته وینه ورکوم.»
د جون څوارلسمه هر کال د وینې د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دغه ورځ لومړی ځل په ۲۰۰۴ کال کې د روغتیا نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو نړۍوالو شریکو بنسټونو له خوا ونمانځل شوه.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د جون ۱۴مه، د وینې ورکولو نړۍواله ورځ ونمانځل شوه"