کابل کې د دري او پښتو ژبو د املا سمون او یو شان کولو ورکشاپ پیل شو

💬0

کابل کې د دري او پښتو ژبو د املا سمون او یو شان کولو ورکشاپ پیل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د ژبو عالي شورا کمېسیون په کابل کې د «د دري او پښتو ژبو د املا د تګلارې سمون او یو شان کول» په نوم پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل کړی دی.

د دغه ورکشاپ موخه د ژبو د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د لیکدود همغږي او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړول بلل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین عبدالرحمن طیبي ویلي، اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی.

طیبي وویل: «د خلکو د فرهنګ ریاست دا نوښت کړی، څو د هېواد د ټولو افغانانو، که دري ژبي وي او که پښتو ژبي، د املا د تګلارې د یو شان کولو لپاره کار وشي.»

د ژبو عالي شورا غړي وايي، د دري او پښتو ژبو د ځینو کلمو په لیکلو او لیکدود کې توپیرونه شته او په دې پنځه ورځني ورکشاپ کې به هڅه وشي چې دغه توپیرونه وڅېړل شي او د لیکلو لپاره یوه واحده او معیاري تګلاره رامنځته شي.

د پوهنې وزارت د ژبې او ادبیاتو ارشد متخصص سید عنایت‌الله همدرد وویل: «د بېلګې په توګه د مساله، تالیف او مسوول په څېر کلمې په بېلابېلو بڼو لیکل کېږي؛ په دغو پنځو ورځو کې به د دې کلمو پر یو شان کولو کار وشي.»

د هلمند پوهنتون استاد نوراحمد ایمل وویل: «د شورا له لوري یوه لومړنۍ طرحه چمتو شوې او په دغو پنځو ورځو کې به استادان، پوهان او ژبپوهان پرې بحث وکړي، څو د دواړو ژبو په لیکدود کې اختلافي ټکي مشخص او پر یوه واحد لیکدود هوکړه وشي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ژبو عالي شورا کمېسیون وايي، د ورکشاپ په پای کې به د دري او پښتو ژبو د املا د سمون او یو شان کولو د طرحې مسوده وروستۍ شي او ټاکل شوې چې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او نورو دولتي ادارو لپاره د یوې کاري تګلارې په توګه وکارول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د دري او پښتو ژبو د املا سمون او یو شان کولو ورکشاپ پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*