کابل کې د زړه سوري ماشومانو درملنې په موخه لومړنی تخصصي روغتون پرانیستل شو

💬0

کابل کې د زړه سوري ماشومانو درملنې په موخه لومړنی تخصصي روغتون پرانیستل شو

کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لومړنی تخصصي روغتون چې د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې لپاره جوړ شوی، د یادې ټولنې له لوري پرانیستل شو.

دا روغتون د نړیوالو معیارونو له مخې جوړ شوی او د جوړېدو ۶.۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بودجې څخه ورکړل شوی دی.

د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس وویل، چې هر کال به نږدې ۲ زره هغه ماشومان چې د زړه د سوري ناروغي لري، په دې روغتون کې په وړیا توګه درملنه ترلاسه کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهاب‌الدین دلاور وویل: «د زړه سوري ناروغۍ لرونکي ۳۷ زره ماشومان د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره ثبت دي.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل: «هغه بې‌وزله ماشومان چې د زړه سوري یا د زړه په نورو ناروغیو اخته دي، په دې مرکز کې به په وړیا ډول درملنه کېږي.»

د دې ټولنې مسوولینو ټینګار وکړ، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د هېواد دننه د زرګونه هغو ماشومانو د درملنې زمینه برابره شي چې د زړه د سوري ناروغۍ لري.

د سرې میاشتې د زړه ناروغیو روغتون رییس عبدالولي اوتمان‌زی وویل: «موږ د عملیاتو لپاره دوه ځانګړې خونې لرو چې په معیاري طبي تجهیزاتو سمبالې دي. دا امکانات نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په کچه هم بې‌ساري دي.»

په دغو مراسمو کې ګډونوالو له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د روغتیا په سکټور کې، د ځان‌ بسیاینې لپاره لا ډېر ګامونه پورته کړي.

د نظامي اصلاحاتو د کمېسیون عمومي رییس محمدقاسم خالد وویل: «موږ د درملو په برخه کې پر ځان بسیا نه یو. متخصص ډاکټران لرو، خو تر اوسه په افغانستان کې باکیفیته درمل نه لرو. هغه درمل چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په ناقانونه توګه هېواد ته واردېږي، زهر دي.»

بل لور ته، هغه ناروغان چې په دې وروستیو کې یې په دغه روغتون کې عملیات ترسره شوي، د روغتون له برابر شویو اسانتیاوو څخه خوښي څرګندوي.

د ناروغ ماشوم سرپرست شالو وویل: «زما ماشوم په پیل کې ډېر کمزوری او ناروغ و. د دې توان مې نه درلود چې د درملنې لپاره یې پاکستان ته یوسم. ډېر خوشحاله یم چې په دې روغتون کې یې په وړیا ډول درملنه وشوه.»

د ماشومانو لپاره د زړه د سوري د ځانګړي روغتون پرانیسته په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د دې ناروغۍ لرونکي ناروغان د درملنې لپاره د هېواد ځینو خصوصي روغتونونو یا له افغانستان څخه بهر روغتیايي مرکزونو ته استول کېدل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د زړه سوري ماشومانو درملنې په موخه لومړنی تخصصي روغتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*