کابل کې د صنعت او کانونو اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

💬0

کابل کې د صنعت او کانونو اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

د صنعت او کانونو اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ډیپلوماټانو، سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د رییس‌الوزراء اداري مرستیال د دغه ډول نندارتونونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د حکومت موخه د کورني صنعت پیاوړتیا او اقتصادي ځان‌بساینې ته رسېدل دي.

هغه همداراز له هېوادونو وغوښتل چې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره افغانستان د سوداګرۍ په مسیر کې د ترانزیټي او نښلوونکي پُل په توګه وکاروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال هم وویل چې د اقتصادي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره باید د وارداتو پر ځای پر کورني تولید او داخلي تولیداتو تمرکز وشي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ځمکو د وېش، مالیاتي معافیتونو او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره کورني او بهرني پانګوال د صنعت او کانونو په برخه کې پانګونې ته هڅوي.

 احمدالله زاهد وویل: «هر هېواد چې غواړي اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي، لومړنی شرط یې دا دی چې د وارداتو پر ځای پر کورني تولید تمرکز وکړي او هغه ته پراختیا ورکړي.»

د صنایعو او کانونو خونې رییس احمد نبي‌زاده هم له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د کانونو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه افغانستان یوازې د خامو موادو سرچینه نه، بلکې ستر اقتصادي ظرفیت هم لري.

 په همدې حال کې، په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې د تهران او کابل اړیکې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا پر لور روانې دي.

علي‌رضا بېګدلي وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت او د افغانستان اسلامي امارت اړیکې په داسې رغنده مسیر کې روانې دي چې د دواړو هېوادونو او سیمې د همکاریو د پیاوړتیا لامل به شي.»

په دې نندارتون کې نږدې ۴۰۰ غرفې د کورنیو تولیداتو او د ایران، چین، ترکیې او ازبکستان د تولیداتو لپاره ځانګړې شوې دي. دا دویم پرله‌پسې کال دی چې ښځو ته د دغه نندارتون د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

غرفه‌وال میرویس هوتک وویل: «دا د صنعتکارانو او خلکو لپاره ښه فرصت دی چې د کورنیو شرکتونو له تولیداتو، نوښتونو او ظرفیتونو سره اشنا شي.»

دغه نندارتون د سرطان له ۱۰مې تر ۱۶مې د صنعت او کانونو د اوونۍ په مناسبت د صنایعو او کانونو خونې له لوري په کابل کې جوړ شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د صنعت او کانونو اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*