کابل کې د واورې له ورښت سره د برېښنا کمښت

منبع

کابل کې د واورې له ورښت سره د برېښنا کمښت

تېرو دوو ورځو کې د واورې ورښت، د ولایتونو ترمنځ د نښلونکو لارو پر بندولو سربیره، د برېښنا د لېږد مزي هم له تخنیکي ستونزې سره مخ کړي دي.

د دغو ورښتونو له امله، د پلخمري او کابل ترمنځ سیمه کې له اوزبېکستان څخه د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا یو سرکټ کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې چې له امله یې د کابل په ګډون د ۱۲ ولایتونو برېښنا کمه شوې ده.

له دې سره د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د برېښنا د سخت کمښت له امله یې ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ دي او یاده برخه کې د مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي، امام نظر په دې اړه وویل: «له پرون راهیسې د برېښنا د کمښت له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو، حتی یوه ګړۍ برېښنا نه‌وه او چې برېښنا نه‌وي، موږ په بلاک کې اوسېږو، نو اوبه هم نه‌لرو.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی، رحیم‌الله وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې برېښنا بېرته وصل شي او لږ تر لږه لکه پخوا چې به ۵ یا ۶ ساعته برېښنا وه، اوس هم همغومره برېښنا ولرو.»

په ورته مهال، برېښنا شرکت وايي چې په سالنګونو کې د دوامداره درنې واورې له امله، د شرکت تخنیکي ډلې د تیارسۍ په حال کې دي او د هوا له ښه کیدو سره سم به د زیانمن شوي لین ترمیم پیل کړي.

د یاد شرکت د ویاند په وینا، دوی هڅه کوي د لیږد لین تر بیا نښلېدو پورې د تودوخې له سرچینې څخه په ګټنې د کابل د برېښنا اړتیاوې تر یو حده پوره کړي.

د برېښنا شرکت ویاند، محمد صادق حق‌پرست وايي: «بدبختانه اصلي ستونزه دا ده چې د سالنګ لار بنده ده او دا مهال موږ د سالنګ د لارې د پرانیستو په تمه یو، ترڅو دا لار خلاصه شي، زموږ ډلې ولاړې شي او دا ستونزه هواره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وارداتي برېښنا تکیه او په ژمي کې د برېښنا د لیږد لینونو زیانمېدل تل خلک او د هغوي اقتصادي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کوي.

تر دې مخکې، د برېښنا شرکت مخکنمي رییس ویلي وو چې د دې زیانمنتیا یو له اصلي لاملونو څخه په تیرو کلونو کې د برېښنا د لیږد لینونو او د برېښنا د ستنو مقاومت ته د اړینې پاملرنې نشتوالی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د واورې له ورښت سره د برېښنا کمښت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*