
کابل کې د ښځو د تولیداتو او محصولاتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی
کابل کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د سوداګرو ښځو د تولیداتو او محصولاتو لپاره دوه ورځنی نندارتون جوړی کړی دی.
په دې نندارتون کې سوداګرو ښځو په نږدې ۷۰ غرفو کې خپل تولیدات، لکه خوراکي توکي، افغاني جامې، انځورګرۍ او ګاڼې نندارې ته ایښې دي.
غرفه لرونکې د دې نندارتون له جوړېدو خوښي څرګندوي.
بلې غرفه لرونکې، حنیفې و ویل: «نندارتون زموږ لپاره ډېر ښه دی، ځکه خلک زموږ تولیدات ګوري او ورسره اشنا کیږي.»
د غرفې خاونده، ماري امیني وایي: «نندارتونونه دوه یا درې میاشتې وروسته جوړیږي. موږ تر هغه وخته تیاری نیسو خو تولیدات مو خرابیږي؛ نو باید دایمي بازارونه راته جوړ شي.»
ځینې نورې غرفه لرونکې وايي، د ښځو لپاره د ځانګړو بازارونو نشتوالي، د خامو موادو کمښت او د کاري جواز د تر لاسه کولو په برخه کې د اسانتیاو نشتون په ګډون له ځینو ستونزو سره مخ دي.
غرفه لرونکې، حبا و ویل: «ښځو ته په اسانه جواز نه ورکوي. د جواز ترلاسه کولو لپاره باید ناحیې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یا خصوصي ادارو ته لاړ شو چې ډېرې ستونزې لري.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د دې نندارتون د جوړولو موخه د سوداګرو ښځو ملاتړ، د بازارموندنې د فرصتونو رامنځته کول او د هغوی د تولیداتو پېژندنه ده.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجراییوي رییسې، فریبا نوري و ویل: «دا نندارتون د دې لپاره جوړ شوی چې ښځې او د هغوی تولیدات منسجم شي او خلک، که دلته اوسي یا له بهر راځي، د افغاني تولیداتو سره اشنا شي.»
دا نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی، چې په وروستیو میاشتو کې سوداګرې ښځې له اقتصادي محدودیتونو او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ شوي دي. دا ډول پروګرامونه کولی شي د هغوی د فعالیتونو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د ښځو د تولیداتو او محصولاتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی"