
کابل کې د کارګر نړۍوالې ورځې نمانځنه او له کارګرانو پر ملاتړ ټينګار
یو شمېر حکومتي چارواکو او د اړوندو بنسټونو مسوولانو نن (سهشنبه) کابل کې د کارګر نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې د کارګرانو ملاتړ، د هغوی د حقونو تضمین او د لا زیاتو کاري فرصتونو پر رامنځتهکېدو ټینګار وکړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عبدالمنان عمري، افغانستان کې د کاري شرایطو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې حکومت هڅه کوي د کارګرانو لپاره د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.
نوموړي د خلکو ترمنځ د همکارۍ او یووالي اهمیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغان کارګر په ځینو نورو هېوادونو کې له ناعادلانه چلند سره مخ دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عبدالمنان عمري وویل: «دا موضوع روښانه ده چې افغانان، هر نوم او عنوان چې ولري، که یو موټی نه شي او هر یو په خپل وار مثبت مسؤلیتونه ترسره نه کړي، زموږ هېواد به د اوږدې مودې لپاره نورو هېوادونو ته اړتیا ولري.»
دغه راز، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال، یاسر زمرک وویل: «کارګران په حقیقت کې د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ استازي دي؛ په بل عبارت، دوی د هېواد د اقتصاد ملا تیر جوړوي. پرته له فعاله، خوځنده او زحمتکښو کارګرانو، د هېواد بنسټونه او زیربناوې نه شي رغېدلی او نه به ابادې شي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال هم د کارګرانو په اقتصادي ودې کې د رول په اړه وویل چې د هېواد ناخالص تولید ۵٪ وده کړې او د ۲۰۲۵ کال کې تورم ۲٪ ته راټیټ شوی دی.
هغه دا پرمختګونه د کارګرانو د هڅو پایله وبلله او د مسلکي کاري ځواک پیاوړتیا، د داخلي تولید ملاتړ او د کاري امنیت پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: «دا زحمتکښ قشر له داسې ننګونو سره مخ دی لکه ټیټ معاش، د دایمي کاري خوندیتوب نشتوالی، نامناسب کاري شرایط او د کاري فرصتونو کمښت.»
همدارنګه د کارګرانو د اتحادیې عمومي رییس، عبدالمتین مولويزاده وویل: «په خصوصي ادارو کې خلک له ۱۷ تر ۱۸ ساعتونو کار کوي، خو معاش یې کم دی. د کاري فرصتونو د کموالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اړ کېږي چې په کم معاش کار وکړي.»
د دولتي او خصوصي ادارو یو شمېر کارکوونکو د دغې غونډې ستاینه وکړه او له مسوولانو یې وغوښتل چې د هغوی معاشونه لوړ کړي.
د سلامي امارت رییسالوزرا په همدې موخه یوه پیغام کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د کارګرانو د حقونو تامین ته ژمن دی.
د کار نړۍوال سازمان د کارګرانو د ملاتړ په موخه د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړۍوالې ورځې په نوم نومولې ده.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د کارګر نړۍوالې ورځې نمانځنه او له کارګرانو پر ملاتړ ټينګار"