کابل کې میشت راستانه شوي وايي کافي مرستې نه ور رسيږي

کابل کې میشت راستانه شوي وايي کافي مرستې نه ور رسيږي

یو شمېر هغه کورنۍ چې تازه له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوي، د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي.

دغه کسان وايي، اوسنۍ مرستې د هغوی د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي نه دي او د ژمي له رارسېدو اندېښمن دي.

حیات‌الله، چې له پاکستانه راستون شوی، وایي: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه په خپل هېواد کې نه کور لرو او نه ځمکه. اوس ژمی هم را روان دی او کورنۍ او ماشومان مې له ما سره دي.»

ګل‌بدن، چې له پاکستانه را ایستل شوې، وايي: «دا ماشومان له ما سره دي، له هر ډول ستونزو سره مخ یو، ژمی را روان دی خو موږ نه کور لرو او نه کمپ.»

یو شمېر نور هم د هوا د سړېدو ته په اشارې سره ویلي، اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي او د سرپناه، لا زیاتو مرستو او د کار د فرصتونو غوښتنه کوي.

حدیثه، چې له ایرانه را ایستل شوې، وایي: «هغو ټولو مسلمانانو ته چې له ایران راغلي، باید مرسته وشي، ځمکه ورکړ شي او د کار زمینه ورته برابره شي.»

مصدق، چې له پاکستانه راغلی، وايي: «زما کور په کندهار کې دی، کندهار ته لاړم خو هلته مې کور نه لرم، په دښته کې ژوند کوم.»

اخوا، د کابل د «لوای بابه‌جان» د کمپ مسؤلین وايي، د را ایستل شویو لپاره د بېلابېلو خدمتونو د برابرولو هڅې روانې دي.

ابولیث، د یاد کمپ د امنیت مسؤل، وايي: «موږ د ژمي لپاره کمپلې لرو او ورته یې ورکوو. که هوا نوره هم سړه شي، اوس دومره سړه نه ده، د شپې لپاره د ګاز بخارۍ هم ورته برابروو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره په لیدنه کې د افغان مهاجرینو له بد چلند اندېښنه ښودلې وه او د دا ډول چلند د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې میشت راستانه شوي وايي کافي مرستې نه ور رسيږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*