افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په داسې حال کې چې د افغانستان د لانجې د حل په ضرورت ټینګار کوي وايي چې د امریکا او د ا.ا. ترمنځ د دوحې تړون څخه وروسته هم د دې تړون په اړه خبرې روانې دي.
د امریکا د سفارت شادژدافیره چې د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارې پرمخ وړي، د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۵( لیندۍ پنځم) په انلاین بڼه افغان خبریالانوسره په خبرو کې وویل چې د دوحې د هوکړې یوه برخه باندې لا هم د طالبانو سره خبرې کیدلی شي.
میرمن ډیکر وویل: “د دوحې د هوکړې امنیتي برخه چې د تروریزم ضد مسایلو پورې اړه لري د فسح کیدو نیټه نه لري له همدې امله هغوی باید چې په دې اړه معلومات چمتو کړي.”
که څه هم میرمن ډیکر وویل چې د راروان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د لوړې وروسته به د افغانستان په اړه د نوي حکومت پالیسي اعلان شي او په کار ده چې ترهغې نیټې انتظار وایستل شي، خو زیاته یې کړه چې د دې نیټې دمخه هم د نوي کال د رسیدو دمخه ممکن د دوحې د هوکړې په تړاو کاري کمیټو یوه غونډه جوړه شي.
د امریکا د سفارت شارژدافیرې د افغانستان د لانجې په هوارولو کې د سیمې د هیوادونو د ګډون په اړتیا ټینګار وکړ او وویل: ” مونږ سیمې سره کار ته اړتیا لرو، د سیمې پرته د افغانستان د لانجې حل ته لاره نه شی موندل کیدلی. مونږ سیمه او یو یا بل اړخ نه شو له پامه غورځولی او په ځانګړي ډول اړتیا ده چې افغانان خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړي.
میرمن ډیکر وویل چې امریکا متحده ایالت دې پایلې ته رسیدلي چې د افغانانو د استازو د پراخه ګډون پرته د افغانستان په تړاو کومه غونډه جوړه نه کړي.
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شادژدافیرې د ا.ا.د حکومت مشروعیت په اړه وویل چې ا.ا.پخپله هم په دې پوهیږي چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې څنګه واک ترلاسه کړی دی، چې د میرمن ډیکر په وینا پخپله ا.ا.هم خپل حکومت منځ مهاله حکومت په توګه پیژني.
افغان میرمنو د زده کړو او کار حقونه
د امریکا د سفارت شارژدافیرې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د ا.ا.د حکومت د اخلاقي څارنې نوي قانون یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دغه قانون د پلي کیدو وروسته افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته فضا نوره هم تنګه شوې ده.
ډیګر وویل: ” که چیرې ا.ا.د نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي اړتیا ده چې هغوی د خپل هیوادوالو ښځو او سړیو سره اړیکې ښې کړي”.
کرن ډیکر وویل چې د امریکا متحده ایالات د ملګروملتونو د بشري حقونود شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنيټ سره همکاري کوي، ترڅو د ا.ا.د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر د قانون اغېزې و ارزوي.
میرمن ډیکره وویل: ” زه غواړم چې دا ووایم چې لکه چې مونږ دا کمپاین پیل کړی غواړم چې افغان میرمنې په دې پوه شي ددې سره سره چې ا.ا.هڅه کوي چې تاسو چپې کړي، مونږ ستاسو غږ اورو او تاسو ته غوږ ږدو.”
ا.ا.حکومت او د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستان ووتل او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ا.ا.په دغه هیواد کې بیا واک ترلاسه کړ.
د دوحې په هوکړه لیک کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د ا.ا.او نورو سیاسي ډلو ترمنځ د خبرو له لارې د یو حکومت په جوړیدو موافقه شوې وه.
خو د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو او واک ته د ا.ا.د بیرته ستیدلو وروسته ددغسې حکومت په جوړیدو خبرې ونه شوې او ا.ا.واک ته د رسیدلو وروسته په بشبړ ډول د خپلې ډلې حکومت اعلان کړ. ا.ا. حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
لومړی نظر وکړئ on "کرن ډیکر: د سیمې له هیوادونو پرته د افغانستان د لانجې حل ممکن نه دی"