کرن ډېکر د افغانستان لپاره د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو پخلی کړی

Loading

د امریکا یوې جګپوړې دیپلوماتې د افغانستان لپاره د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو پخلی کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډېکر وویل، د دې اړتیا ده چې د دوحې له ناستې مخکې وړې غونډې جوړې شي.

له ځینو خبریالانو سره د انلاین ناستې پرمهال مېرمن ډېکر وویل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي د ټاکنو لپاره پلان هم پر خپل ځای دی.

د امریکا سفارت چارسمبالې زیاته کړه چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ا.ا. استدلال کاوه ګواکې افغانستان پر هغه لار روان دی چې د افغانانو غوښتنه وه.

خو اغلې ډېکر وویل اوس باید افغانان رامخې ته شي او ووايي چې ایا د ا.ا. نظام رښتیا هم د دوی له هیلو سره سم روان دی او نه.

دوحه
د عکس تشریح، د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمې غونډې د ا.ا. حکومت په استازولي د ورغلي پلاوي‌ مشري ذبیح‌الله مجاهد کوله

اغلې ډېکر د دوحې درېیمې ناستې ته په اشاره وویل، ا.ا. ته په ډانګ پېیلې وویل شول که د ښځو د کار او زدکړو محدودیت وي، افغانستان پرمختګ نه شي کولی:

“د هېوادونو استازو یو پر بل پسې ا.ا. ته دا خبرداری ورکړ که افغانستان خپل نیمايي وګړي له صحنې لیرې کړي، نو بریالی کېدی نه شي. استازو پر افغانستان غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو ټولو کنوانسیونونو او تړونونو ته ژمن پاتې شي، خو پر ملګرو ملتونو یې هم د داسې یوې پروسې او د یوه لارښود د جوړولو غږ کړی چې د افغانستان د حالاتو خپلواکه ارزونه روانه وساتي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرن ډېکر د افغانستان لپاره د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو پخلی کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*