هند د کرکټ شل اوریز نړیوال افغانستان ته ماتې ورکړهامواج پرس

Loading

هند د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره ټیمونو د پړاو په خپله لومړنۍ لوبه کې افغانستان ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د ویست انډیز په برباډوس کې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) په دغه لوبه کې هند د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي د ۱۳۴ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېده.

د هند توپ وهونکې سوریا کومار یادف په ۲۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند توپ اچوونکي جسپریت بومرا په څلورو اورونو کې یوازې اووه منډې ورکړې او د افغانستان درې لوبغاړې یې وسوځول.

د افغانستان لپاره توپ وهونکي عظمت الله عمرزي ترټولو زیاتې ۲۶ منډې وکړې.

د افغانستان توپ اچوونکو راشد خان او فضل الحق فارقي د هند درې – درې لوبغاړي وسوځول.

په سوپر۸ پړاو کې د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ (جون ۲۲) د استرالیا سره ده.

منبع

مطالب مرتبط

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (جمعه د غبرګولي پېنځه‌ویشتمه) د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله درېیمه لوبه کې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه.

د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.

د پاپوا نیوګیني لوبډلې لوبغاړو د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځیدو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف وټاکه.

په دوه‌یمه نیمايي کې د هېواد لوبغاړو ټاکل شوی هدف پوره او سیاله لوبدله یې د ۷ ویکټو پر توپیر وګټله.

دا په امریکا کې د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه پرله‌پسې بریا ده.

لومړی نظر وکړئ on "هند د کرکټ شل اوریز نړیوال افغانستان ته ماتې ورکړهامواج پرس"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*