
د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کلنو نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د کرېکټ بورډ د خبرپاڼه لمخې، دغه نوملړ کې د درېیو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۱۴ کسان غوره شوي دي.
افغان لوبډله دغو سیالیو کې د عمان، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او نیپال د نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې لوبیږي.
نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه د نیپال په کوربتوب پيلیږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د عمان پر وړاندې کوي.
له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې تر دې وړاندې نیپال ته د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲- ۱ په توپیر سره ماتې ورکړې ده.
له افغانستانه تر ماتې خوړلو وروسته د انګلنډ لوبډلمشر استعفا: پر ځای به یې څوک وټاکل شي؟
د کرېکټ اتلانو جام یا چمپينز ټرافۍ په روانو سیالیو کې له افغانستانه تر ماتې خوړلو وروسته د انګلنډ لوبډلمشر جوز بټلر استعفا کړې ده.
که څه هم انګلنډ له دې ماتې وروسته له دې لوبلړۍ وتلی دی خو له جنوبي افریقا سره یې نن (شنبه د مارچ لومړۍ) وروستۍ لوبه ده چې ۳۴ کلن بټلر پکې د وروستي ځل لپاره لوبډلمشري یا کېپتاني کوي.
دا درېیم وار دی چې د بټلر په مشرۍ کې انګلنډ د سپين توپ لوبو کې د بري په ګټلو کې ناکامېږي. تر دې مخکې یې په ۵۰ اووریز او شل اووریز نړیوال جام کې هم ماته خوړلې او له سیالیو وتلی و.
د بټلر پرېکړه څنګه وه؟
بټلر په لاهور کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې، “دا زما او زما د لوبډلې لپاره سمه پرېکړه ده.”
هغه وویل چې د انګلنډ لوبډلمشري ورته د ویاړ خبره ده خو په وینا یې، اوس “زه د لارې پای ته را رسېدلی یم.”
بټلر همدا راز یاده کړه چې په داسې حال کې یې چمپينز ټرافۍ کې لوبې کولې چې د تېرو ماتو فشار لا هم ورباندې و.
لومړی نظر وکړئ on "د نولس کلنو نړۍوال جام لارموندنې سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو"