کندز کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د کرېکټ لوبغالی جوړ کړی

💬0

کندز کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د کرېکټ لوبغالی جوړ کړی

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ یوه ځوان د ورزش د ودې لپاره یو مهم ګام پورته کړی دی. ضیاالحق مطمین د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت پر خپلې ۱۰ جریبه ځمکې د کرېکټ لوبغالی جوړ کړی، چې د شپې پر مهال د لوبو اسانتیاوې هم لري.

ضیاالحق وایي، د دې لوبغالي له جوړولو یې موخه ځوانانو ته د فرصتونو برابرول او هغوی له ټولنیزو زیانونو لیرې ساتل دي. هغه زیاتوي، که ملاتړ یې وشي، کولای شي خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي.

ضیاالحق مطمین و ویل: «په کندز کې د شپې کرېکټ نه و، ما هم د همدې لپاره ګام پورته کړ او پر لس جریبه ځمکه مې د یو میلیون افغانیو په لګښت دغه لوبغالی جوړ کړ.»

د کرېکټ لوبغاړي امیرحسین طوطاخېل و ویل: «د یوه لوبغاړي په توګه له دغه ځوان مننه کوم او له شتمنو هېوادوالو غواړم چې ورته ګامونه پورته کړي، څو ځوانان وکولای شي خپلې وړتیاوې وښيي.»

د سیمې اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او دا د ټولنیز وضعیت د ښه‌والي لپاره مهم ګام بولي. دوی ټینګار کوي چې د ورزشي ځایونو جوړول کولی شي ځوانان سالمو فعالیتونو ته وهڅوي او د ښه راتلونکي هیلې پیاوړې کړي.

د کندز اوسېدونکي نقیب‌الله مومند و ویل: «د یوه ځوان په توګه د دغه نوښت هرکلی کوم، دا یې ځوانانو ته د لوبو ښه فرصت برابر کړی دی.»

د کندز بل اوسېدونکي مشتاق احمد ارش و ویل: «دا ډېر ښه کار شوی، هغه نورو ځوانانو ته فرصت برابر کړی څو کرېکټ، فوټبال او نورو لوبو ته وهڅیږي.»

په ورته مهال، په کندز کې د کرېکټ بورډ مسوولینو هم دا نوښت ستایلی او د ورزش د پراختیا لپاره یې د شتمنو هېوادوالو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د دوی په خبره، د ورزشي بنسټونو پراختیا کولی شي د استعدادونو د ودې او د ټولنیزو شرایطو د ښه‌والي زمینه برابره کړي.

د کندز د کرېکټ بورډ مسوول احمدالله شینواري و ویل: «د افغانستان کرېکټ بورډ د دې ځوان هڅې ستایي، چې داسې ښکلی او مناسب لوبغالی یې جوړ کړی او اوس ګڼ شمېر ځوانان د ورځې او شپې دلته لوبې کوي.»

کندز، په ځانګړي ډول چهاردره ولسوالۍ، په وروستیو کلونو کې د ډېرو امنیتي ستونزو شاهده وه؛ خو اوس هلته د وضعیت د بدلون او د ځوانانو لپاره د مثبتو فرصتونو د رامنځته کولو هڅې پیل شوې دي.

ورزش، په ځانګړې توګه کرېکټ، په افغانستان کې یوه ډېره مشهوره لوبه ده او د ځوانانو په راجلبولو او د ټولنیزو زیانونو په کمولو کې مهم رول لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندز کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د کرېکټ لوبغالی جوړ کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*