له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته کندهار کې کورني تولیدات زیات شوي

💬0
منبع

له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته کندهار کې کورني تولیدات زیات شوي

له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته د کورنیو توليداتو کارونه زياته شوې ده. 

کندهار کې د دېګ مسالو د یوې تولیدي کارخونې مسوولین وایي، پخوا یې ورځنی تولید یو ټن و خو اوس دغه شمېر شپږ ټنو ته لوړ شوي دي. 

د دغې کارخونې مشر، کريم الله حکيمي و ویل: «دلته په ټوله کې نږدې یو میلیونه ډالره پانګونه شوې او شل تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.»

د دغې کارخوني توليد دا مهال د هېواد ۳۴ ولایتونو ته استول کیږي.

کارکونکي يې وایي، کورني طبيعي بوټي تر پروسیس او معياري بسته بندۍ وروسته بازار ته وړاندي کوي.

کارګر، نذیر احمد و ویل: «دلته ټولې مسالې تولیدیږي، ټول خالص او سل سلنې طبیعي دي. دلته پانګونې ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.»
بل کارګر، عبدالواحد و ویل: «ټول طبیعي توکي دي، چې پروسس کیږي او بیا بازار ته وړاندې کیږي.»

د کندهار د کانونو او صنايعو خوني مسوولين هم وایي، له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته د کندهار د صنعتي پارک توليدات زيات شوي او له کورنیو توليداتو سره د خلکو لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

د کندهار د کانونو او صنايعو خوني رییس، سيد سرور اماني و ویل: «له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، زموږ تولیدات زیات شوي او د خلکو په احساساتو کې هم توپیر راغلی او خپلو کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي.»

په داسې حال کې چې له پاکستانه واردات کم شوي، کندهار خپلې اړتیاوې له کورنيو تولیداتو پوره کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته کندهار کې کورني تولیدات زیات شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*