کوم نارینه پر پروستات سرطان ډېر اخته کېږي او نښې یې څه دي؟

بایسکل ځغلوونکي سر کریس هوی چې شپږ ځله یې په المپیک سیالیو کې اتلوتلي ګټلې روښانه کړه، چې پروستات سرطان یې پرمختللې کچې ته رسېدلی دی او ژوند ته یې خطر دی.

دغه اته څلوېښت کلن ورزشکار ویلي، سرطان یې هډوکو کې خپورشوی.

خیریه بنسټونو ټینګار کړی، چې د دغې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړول د نورو انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کولی شي.

د‌ پروستات سرطان توپیر کوي. ځینې یې په چټکۍ خپرېږي، ځینې یې ډېر ورو وده کوي او ښايي یوازې څار او پاملرنې ته اړتیا ولري.

پروستات
د عکس تشریح، بایسکل ځغلوونکی سر کریس هوی

پروستات سرطان څه شی دی؟

پروستات یوه غده ده چې د مثانې لاندې موقعیت لري. نارینه و کې هغه ټیوب چې له مثانې ادرار (میتیازې) خارجوي د پروستات له مرکزه تېرېږي.

د پروستات سرطان د حجرو غیر عادي او نه کنټرول شوې وده ده. دا سرطان تل وژونکی نه وي، ځینې غوټې یا تومور یې دومره ورو وده کوي، چې ستونزه نه پېښوي. د لیري کولو اړتیا یې نه وي او یوازې کېدلی شي وڅارل شي.

په نارینه وو کې د پروستات سرطان بڼه باید پر وخت تشخیص شي او مخینوی یې وشي، ځکه چې ځینې یې په خورا چټکۍ وده کوي او وژونکی کیدای شي.

پروستات سرطان په پیل کې هېڅ کومه نښه نه ښکاره کوي. خو د وخت په تېرېدو وده کوي او ښايي د مړینې لامل شي.

د پروستات سرطان چې څومره ژر تشخیص شي په هغه اندازه یې د بریالۍ درملنې چانس ډېر دی.

پروستات سرطان

د پروستات سرطان څومره عام دی؟

د انګلنډ پروستات سرطان برخه وايي، په هرو اتو نارینه و کې یو یې د خپل ژوند په اوږدو کې پر دې سرطان اخته کېږي.

دا سرطان پاخه عمر سړیو کې چې له ۷۵ کلنۍ پورته وي، ډېر عام دی. له پنځوس کلنۍ ټیټ عمر سړیو کې بیا خورا لږ پېښېږي.

کورنۍ مخینې سره هم تړاو لري. که د کورنۍ غړي یا نږدې خپلوان لکه پلار، نیکه یا تره مو پر پروستات سرطان اخته وي، پر دې ناروغۍ ستاسې د اخته کېدو خطر هم زیات دی.

څېړنې ښيي، تور پوټکي سړي پر دې ناروغۍ ډېر اخته کېږي.

که فکر کوئ چې پر پروستات سرطان د اخته کېدو خطر مو زیات دی، ډاکټر سره پرې خبرې وکړئ.

د پروستات سرطان نښې

د پروستات سرطان عامې نښې په لاندې ډول دي:

  • پر دې سرطان اخته ناروغ په مکرر ډول میتیازې کوي. په ځانګړې ډول د شپې له خوا تشناب تګ ته ډېره اړتیا پیدا کوي.
  • د میتیازو جریان کې یې ستونزه وي او ډېر ورو وي.
  • په میتیازو کې یې وینه وي او درد احساسوي چې سوزاک ته ورته وي.
  • دا نښې ښايي د نورو ستونزو له امله هم وي،‌ خو تاسې په خپلو میتیازو کې هر ډول بدلون په لیدلو سره باید ډاکټر ته د معاینې لپاره ورشئ.

آیا د پروستات سرطان ازمایښت شته؟

پروستات

د پروستات سرطان د تشخیص هیڅ داسې کوم واحد او ځانګړې ازمایښت نشته.

ډاکتران یې له بېلابېلو لارو تشخیصوي.

د تشخیص یوه لار یې د پروستات د ځانګړي انتي جن د وینې ازمایښت (PSA) او اېم آر آی سکن دی او د پي اېس ای له لارې هم تشخیصدلی شي،

چې پروستات ته یوه ستن وردننه کوي او د ازمایښت لپاره حجري ترې راوباسي.

خو څېړنې وايي‌ د اېم آر آی سکن له دې ډول ازموینې ډېر اغېزمن دی.

د پي اېس ای ازمایښتونه ډېر کله د باور وړ نه وي. لوړ پي اېس ای تل د سرطان په مانا نه وي. د بېلګي په توګه که څه میکروب هم موجود وي ښايي کچه یې لوړه شي.

پروستات

ځینو سړیو کې بیا ښايي د پې اېس اې کچه لوړه وي، خو د پروستات سرطان یې جدي درملنې ته اړتیا نه لري او ستونزه ورته نه پېښوي. د ازمایښت دا لاره بې ضرورته اندېښنو او ارزونو ته لار پیدا کوي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې، که تاسې غواړئ چې د پي اېس ای ازمایښت وکړئ، باید دوه ورځې مخکې جنسي فعالیت او سخت تمرین و نه کړئ، ځکه چې دا مو بیا د ازمایښت پایلې اغېزمنوي.

درملنه یې څه ده؟

د درملنې لپاره یې تاسې بېلابېل لارې لرئ. ستاسې ډاکټر کولی شي غوره او مناسبه مشوره درکړي.

که سرطان په لومړي پړاو کې وي او نښې نښاني و نه لري او وده یې ورو و، تاسې یې یوازې وڅارئ یا پام پرې وکړئ او ورته په تمه پاتې شئ.

د پروستـات ځینو تومورونو درملنه د جراحۍ او رادیوتراپۍ له لارې ممکنه ده.

هورموني درملنه هم کولی شي د سرطان وده ورو کړي.

د کریوتراپي درملنه چې د پروستـات حجرو د زیاتېدو مخنیوی کوي او تومورنه له منځه وړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کوم نارینه پر پروستات سرطان ډېر اخته کېږي او نښې یې څه دي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*