
کونړ کې د ٤٥ مېلیونه افغانیو په لګښت ١٥ بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ سیمه کې د یوې مرستندویې موسسې په مالي همکارۍ د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه د استنادي دېوال د جوړېدو او ګټې اخېستنې مراسم جوړ شول.
مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې د کونړ په ١٥ ولسوالیو کې د ٤٥ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ځمکې لاندې اوبو د کچې زیاتوالي، چېک ډېمونو او استنادي دېوالونو پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
دوستمحمد حنفي، د کونړ د اوبو او انرژۍ رییس وايي: «تېر کال موږ نږدې په ۱۵ ولسوالیو کې، د مرکز په ګډون، همداسې پروژې لرلې چې ټولې یې بشپړې شوې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي. البته، دوه نورې پروژې پاتې دي چې په نږدې ورځو کې بهیې د پرانیستې مراسم ترسره شي.»
د ناړۍ ولسوال، امین الله شهاب و ویل: «د دې پروژې په پلي کېدو سره، د کلي، کورونو، کرنیزو ځمکو او سړکونو ساتنه وشوه.»
عصمتالله عندلیب، د کونړ د ولایت مقام استازی دی چې وايي: «هېله ده چې خلکو ته نور هم خدمت وشي، څو هغه وګړي چې له دې ډول ستونزو سره مخ دي، راتلونکي کې ورته د حل لار وموندل شي.»
په همدې حال د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو پر تطبیق خوښ دي؛ خو له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو پدغه ولایت کې د ورته نورو ټولګټو پروژو د تطبیق غوښتوونکي دي.
کونړ کې یو قومي مشر، ملک شیرزمین بیا وايي: «دا پروژه د خلکو په ګټه ده. زموږ وړاندیز دا دی چې د بري کوټ د سیمې ټولې کرنیزې ځمکې، چې له ګواښ سره مخ دي، باید پاملرنه ورته وشي او مسوولین باید د هغوی د ساتنې لپاره لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.»
د پلي کوونکي شرکت استازی، صفتالله ساپی هم وايي: «دا پروژه د نقشې لمخې بشپړه شوې او د خلکو ټولې غوښتنې پکې په پام کې نیول شوې دي.»
د کونړ په پنځلس ولسوالیو کې دا بېلابېلې ټولګټې پروژې داسې مهال ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ٥ اعشاریه ٦ مېلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو یوه لمریزه شبکه جوړه شوې وه.
لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې د ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې بشپړې شوې"